د تېر جمهوريت د ۴۰۴ میوند زون د پولیسو قوماندان او د فراه او زابل ولایتونو پخوانی امنیه قوماندان، جنرال میرویس نورزي، له خپلو پخوانیو نظامي ملګرو غوښتي، چې افغانستان د جګړې له نوې دورې وژغوري او اجازه ور نه کړي، چې افغانان یو ځل بیا د پردیو د سیاسي موخو او استخباراتي لوبو قرباني شي.
نورزي ویلي: «وطن د شخصي عقدو او سیاسي سیالیو په بیه نه ساتل کېږي» او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان د وروستیو لسیزو تجربو ښودلې، هره هغه جګړه، چې د بهرنیو ګټو لپاره پر افغانانو تپل شوې، اصلي زیان یې افغان ولس ته رسولی دی.
نوموړي له خپلو پخوانیو نظامي ملګرو غوښتي، چې د احساساتو پر ځای عقل، د شعارونو پر ځای ملي ګټې او د جګړې پر ځای د سولې او سیاسي تفاهم لار غوره کړي.
جنرال نورزي ټینګار کړی، چې افغانان باید اجازه ور نه کړي، چې یو ځل بیا د پردیو په لوبو کې د افغان پر وړاندې ودرول شي او د هېواد راتلونکی د جګړو او سیاسي سیالیو قرباني شي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ ټول مسؤلیت لرو، چې افغانستان د جګړې له نوې دورې وژغورو» او د وطن رښتینې وفاداري باید د افغانانو د وینې په خوندي کولو کې ولیدل شي، نه د پردیو د موخو لپاره د افغانانو په وینه تویولو کې.


