د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې د سویللویدیځ زون په کچه معیاري لابراتوار د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، له دې وروسته به افغانستان ته د ګاونډیو او نورو هېوادونو واردېدونکي خوراکي توکي، درمل او صحي محصولات د دغه لابراتوار له لارې د کیفیت او اعتبار له پلوه ارزول کېږي.
ملا برادر د لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې زیاته کړې، د دغه مرکز فعالیت به د بېکیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د وارداتو د مخنیوي ترڅنګ د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت او اعتبار په تضمین کې مهم رول ولري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي ویلي، دغه لابراتوار به یوازې د وارداتي توکو د کیفیت ارزونې ته محدود نه وي، بلکې د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې به هم فعالیت کوي، ترڅو افغان محصولات د کیفیت له پلوه له نورو هېوادونو سره سیالي وکړي او په نړیوالو بازارونو کې د باور وړ ځای خپل کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د لابراتوار د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللي تجهیزات برابر شوي، چې له مخې به یې د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت د ارزونې ظرفیت لا پراخ شي.
خبرپالڼه زیاتوي، چې ملا برادر ویلي، افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې لومړني ګامونه اخیستي او اړتیا ده، چې محصولات او خدمات د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې وړاندې شي او د توکو د واردولو پر مهال ټاکل شوي معیارونه په سمه توګه رعایت شي.
هغه له سوداګرو په کلکه غوښتنه کړې، چې د شخصي ګټې لپاره هېواد ته بېکیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي وارد نه کړي او ټینګار یې کړی، چې د دغه ډول توکو وارداتو ته به اجازه ورنه کړل شي او محصولات به مسترد شي.
خبرپاڼه کې راځي، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له کورنیو تولیدي شرکتونو او فابریکو هم غوښتنه کړې، چې د خپلو محصولاتو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.


