Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت معیاري لابراتوار پرانیست
    افغانستان

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت معیاري لابراتوار پرانیست

    عمران آغاعمران آغا9 اگست 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې د سویل‌لویدیځ زون په کچه معیاري لابراتوار د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، له دې وروسته به افغانستان ته د ګاونډیو او نورو هېوادونو واردېدونکي خوراکي توکي، درمل او صحي محصولات د دغه لابراتوار له لارې د کیفیت او اعتبار له پلوه ارزول کېږي.

    ملا برادر د لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې زیاته کړې، د دغه مرکز فعالیت به د بې‌کیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د وارداتو د مخنیوي ترڅنګ د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت او اعتبار په تضمین کې مهم رول ولري.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي ویلي، دغه لابراتوار به یوازې د وارداتي توکو د کیفیت ارزونې ته محدود نه وي، بلکې د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې به هم فعالیت کوي، ترڅو افغان محصولات د کیفیت له پلوه له نورو هېوادونو سره سیالي وکړي او په نړیوالو بازارونو کې د باور وړ ځای خپل کړي.

    د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د لابراتوار د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللي تجهیزات برابر شوي، چې له مخې به یې د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت د ارزونې ظرفیت لا پراخ شي.

    خبرپالڼه زیاتوي، چې ملا برادر ویلي، افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې لومړني ګامونه اخیستي او اړتیا ده، چې محصولات او خدمات د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې وړاندې شي او د توکو د واردولو پر مهال ټاکل شوي معیارونه په سمه توګه رعایت شي.

    هغه له سوداګرو په کلکه غوښتنه کړې، چې د شخصي ګټې لپاره هېواد ته بې‌کیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي وارد نه کړي او ټینګار یې کړی، چې د دغه ډول توکو وارداتو ته به اجازه ورنه کړل شي او محصولات به مسترد شي.

    خبرپاڼه کې راځي، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له کورنیو تولیدي شرکتونو او فابریکو هم غوښتنه کړې، چې د خپلو محصولاتو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

    مخکینۍ مقالهد افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: تېر یو کال کې ۸۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت مشرتابه د پوهنتونونو له مشرانو سره ناسته کې د محصلینو د علمي او ديني روزنې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    8 اگست 2026

    د سميع سادات جبهه د امريکا د بنسټونو په ويب سايټ کې د خيريه بنسټ په توګه ثبت ده

    5 اگست 2026

    اسلام‌کلا بندر کې د ۵۳۵ ټنو غیرمعیاري وارداتي توکو مخه نیول شوې

    1 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اگست 2026

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت معیاري لابراتوار پرانیست

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء…

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: تېر یو کال کې ۸۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي

    9 اگست 2026

    برېټانوی یوټیوبر هیري جاګرډ: افغانستان نور د نړۍ د پنځو تر ټولو ناامنه هېوادونو په ډله کې نه دی

    9 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت معیاري لابراتوار پرانیست

    9 اگست 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: تېر یو کال کې ۸۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي

    9 اگست 2026

    برېټانوی یوټیوبر هیري جاګرډ: افغانستان نور د نړۍ د پنځو تر ټولو ناامنه هېوادونو په ډله کې نه دی

    9 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،238 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.