افغانستان د څو لسیزو جګړو، بې ثباتۍ، اشغال او پردیو لاسوهنو له امله ستر انساني، اقتصادي او ټولنیز زیانونه لیدلي دي. د دغو جګړو تر ټولو لوی قربانیان عام افغانان وو؛ هغه خلک چې خپل دوستان یې له لاسه ورکړل، له خپلو کورونو بې ځایه شول، له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ شول. د جګړو اوږدې لړۍ د هېواد پر پرمختګ، تعلیم، اقتصاد، ملي یووالي او نورو اړخونو ژور اغېز کړی دی.
له همدې امله هر هغه غږ او دریځ چې یو ځل بیا افغانان د کورنۍ جګړې په لور هڅوي، باید په ډېر دقت وارزول شي. د شرعي او ملي مصالحو په چوکاټ کې د نظر څرګندول د هر چا حق دی، خو د تاوتریخوالي او جګړې تبلیغ د هېواد د راتلونکي لپاره خطرناک تمامېدای شي. د جګړې بیا پیل نه یوازې سیاسي ستونزې نه حل کوي، بلکې د خلکو ستونزې لا زیاتوي.
نن سبا د افغانستان خلکو د تېرو لسیزو له ترخو تجربو زدهکړه کړې ده. خلک پوهېږي چې کورنۍ جګړې یوازې او یوازې د افغانستان لپاره زیانمنې دي؛ همدا پوهاوی د دې لامل شوی چې ډېری افغانان د جګړې پر ځای د ثبات، خبرو او ملي یووالي غوښتونکي دي او نه غواړي یو ځل بیا مخالفې ډلې د افغانستان اوسنی حالت کړکېچن کړي.
تاریخ ښودلې چې افغانستان څو ځله د سیمهییزو او نړیوالو سیالیو ډګر ګرځېدلی او د بهرنیو لاسوهنو اغېزې پر هېواد ډېرې درنې تمامې شوې دي. څېړنې او نړیوال راپورونه هم دې ته اشاره کوي چې سیمهییزې سیالۍ او بهرني رقابتونه د افغانستان پر امنیت او ثبات اغېز لرلی دی او که یو ځل بیا دغسې ترخې تجربې تکرارېږي، نو زیان به یې تر پخوا زیات وي.
د افغانستان راتلونکی باید د جګړې، کرکې او انتقام پر بنسټ نه، بلکې د اسلامي او ملي ګټو، متقابل درناوي او ګډ کار پر بنسټ جوړ شي. افغان ولس تر هر څه ډېر د شرعي نظام، سولې، امنیت، اقتصادي ودې او د خپلو اولادونو لپاره د هوسا ژوند غوښتونکی دی. هر څوک چې د جګړې پر ځای د سولې، تفاهم او ملي یووالي غږ پورته کوي، د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره اغېزمن رول لوبولای شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


