Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د جبهاتو رسنیزه سیالي؛ د بیا اشغال خیالونه او خپل منځي پېغورونه
    سیاسي لیکني

    د جبهاتو رسنیزه سیالي؛ د بیا اشغال خیالونه او خپل منځي پېغورونه

    عمران آغاعمران آغا9 اگست 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د افغانستان د سیاسي او نظامي تش په نامه مخالفو جبهاتو ترمنځ راپورته شوې خپل منځي لفظي شخړې او رسنیزې ناندرۍ یو ځل بیا د هغې ژورې بې‌ ثباتۍ او تفاهم د نشتوالي ښکارندويي کوي، چې د دغو جبهاتو بنسټونه یې له پیله تر سیوري لاندې راوستي وو. د آزادۍ، مقاومت، متحدې او نورو تش په نوم جبهاتو مشران، چې وخت نا وخت د رسنیو پر پاڼو، تبلیغاتي آدرسونو او اړیکو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې توندې څرګندونې کوي، په ډاګه کوي چې د دوی موخه د هېواد د واقعي وضعیت درک کول نه دي، بلکې د خپلو شخصي او جبهه‌يي امتیازاتو د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره رسنیزه سیالي کوي.

    د دې جبهاتو د مشرانو ترمنځ په خپرو شویو غږیزو کلیپونو او څرګندونو کې، لکه د یاسین ضیاء وروستۍ څرګندونې چې د متحدې جبهې او نورو مخالفینو پر وړاندې یې په کنایوي ډول وکړې، د مالي سرچینو او کمزورو بنسټونو په اړه په ښکاره توګه پېغورونه تبادله شوي. یاسین ضیاء ویلي، چې په پنځه زره ډالرو جبهه داري نه کېږي او دغه دوه او پنځه زره ډالر به هم سبا کوم جلال آبادي يا شمالي وال درنه وړي وي. د نوموړي دغه څرګندونې د مخالفینو په منځ کې د ستراتیژیک تفکر خلا او د سیاسي لیدلوري سطحي والی په ډېر وضاحت سره ښيي. دا ډول څرګندونې ښيي چې دغه جریانونه پر هېڅ ډول سپېڅلو یا ملي ارزښتونو نه، بلکې پر مادي او عارضي ګټو ولاړ دي.

    د مخالفینو دا خپل منځي اختلافات یوازې د لفظي شخړو تر حده نه پاتې کېږي، بلکې د دوی په عملي او ستراتیژیکو کړنو کې هم ژور اغېز موندلی شي. د یو بل د مخکې کېدو او د رسنیزو موضوعاتو په سر کې د پاتې کېدو دا ارزان بیه هڅې د دې لامل شوې چې د دوی ترمنځ فاصله لا زیاته شي او د یوې ګډې او متفقې تګلارې جوړولو امکانات په بشپړه توګه له منځه لاړ شي. کله چې د نیابتي ډلو مشران په خپلو منځونو کې د واک، پیسو او نفوذ پر سر په جګړه بوخت شي، په طبیعي توګه د دوی تر سرپرستۍ لاندې جوړښتونه هم د بې‌ باورۍ او انشعاب ښکار کېږي.

    له رسنیز شور و زوږ او فیسبوکي بریاوو هاخوا، د دغو جبهاتو عملي نتیجه په افغانستان کې صفر ده. د هېواد دننه خلک، چې د کلونو جګړو، کړاوونو او بهرنیو لاسوهنو ترخې تجربې لري، نور د دې ډول تشو نعرو او رسنیزو ډرامو په کتو نه غولېږي. د خلکو په منځ کې د دغو جبهاتو د نفوذ نشتوالی او د کورني ملاتړ بشپړ نشتوالی دا ثابتوي چې دا ډلې یوازې د بهرنیو کړیو په ملاتړ او د ځینو معینو اهدافو لپاره په آنلاین نړۍ کې فعالې ساتل شوې دي.

    د مخالفینو په منځ کې دا ډول سیالۍ د هغو بهرنیو لاسوهنو او استخباراتي اجنډاوو څرګندونه هم کوي، چې غواړي د افغانستان نوم او د مقاومت پاکه مفکوره د خپلو ناوړه ګټو لپاره وکاروي. د مخالفو ډلو مشران د پردیو په ملاتړ د یو بل د ځپلو او رسنیزې بدنامۍ هڅې کوي؛ په حقیقت کې مخالفین د ولس پر اوږو د پردیو اشغال او تپل شویو ناخوالو ته لاره هواروي. د پردیو لپاره د مخالفینو دا ډول هلې ځلې نور د چا له سترګو پټې نه دي او د سیمې او نړۍ په کچه د دې جریانونو سیاسي وزن د همدې ناوړه کړنو له امله ورځ تر بلې په ټیټېدو دی.

    تر څو پورې چې دغه تش په نوم جبهات له شخصي غوښتنو، تعصباتو او بهرنیو وابستګیو لاس وانخلي، هېڅکله به و نه شي کولی د افغانستان په راتلونکي کې کوم مثبت او رغنده نقش ولوبوي. د یو سالم حرکت لپاره د روغو فکرونو، ملي وحدت او صادقانه خدمت اړتیا ده، نه د داسې کمزورو، وروسته پاتو او شومو موخو لرونکو کړنو چې پایله یې یوازې بهرني اشغال ته لاره خلاصول، د هېواد د زېربناوو تخریب، د ولس پاشلتیا، ځورول او د پردۍ جګړې تپل دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: امریکا استعمارګره او قاتله ده، موږ خبرو ته اړ کړه
    راتلونکي مقاله برېټانوی یوټیوبر هیري جاګرډ: افغانستان نور د نړۍ د پنځو تر ټولو ناامنه هېوادونو په ډله کې نه دی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو د مشرانو آنلاین ناستې؛ تش ګواښونه او د واقعیتونو په بدلولو کې ناتواني

    20 سپتمبر 2026

    د مخالفینو متناقض روایات؛ د مذاکراتو غوښتنه او د جګړې ګواښونه

    19 سپتمبر 2026

    د ميراثي سیاست کورنۍ؛ د خیالي مقاومت وروستی فصل

    16 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 21 سپتمبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    20 سپتمبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٩ مه.#هندوکش‌غږ

    20 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن دوشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    21 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    20 سپتمبر 2026

    د نن یکشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٩ مه.#هندوکش‌غږ

    20 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،258 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.