پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې تل هڅه کړې چې د افغانستان بدلونونه د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو له مخې وڅاري. اسلام آباد همېشه هڅه کړې چې پر افغانستان د نفوذ د ټینګولو لپاره له بېلابېلو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او استخباراتي وسیلو څخه کار واخلي؛ خو نننی افغانستان د کورنیو جګړو د کلونو له افغانستان سره بنسټیز توپیر لري.
نننی افغانستان له لسیزو جګړو وروسته، داسې پړاو ته رسېدلی چې تر ټولو مهمه ځانګړنه یې د هېواد په کچه د جګړو کمېدل او په ټول هېواد کې د امنیتي ثبات ټینګښت دی. همدې واقعیت د تېر وخت ډېرې معادلې بدلې کړې او د پاکستان په ګډون یې د ځینو سیمه ییزو لوبغاړو محاسبې له ننګونو سره مخ او د هغوی هیلې یې خامې کړې دي. په ننني افغانستان کې د جګړې او ګډوډۍ پخواني پړاو ته د هېواد د بېرته ګرځولو هر ډول هڅه، د دې پر ځای چې یوه عملي طرحه وي، یوه خامه هیله ده.
په بدخشان کې د وروستیو ورځو د رامنځته شویو ناخوالو له امله، د یو شمېر شنونکو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ دا انګېرنه پیدا شوې چې پاکستان پر افغانستان د فشار راوړلو د بېلابېلو لارو له ناکامۍ وروسته، اوس تر بل هر وخت ډېر د مخالفو جبهو او ډلو په ملاتړ د ناامنۍ رامنځته کولو پروژې ته سترګې نیولې دي.
د افغانستان په اړه دا انګېرنه، د دې پر ځای چې یو میداني واقعیت وي، د یوه ناارام او کړکېچن افغانستان د رسنیز روایت زېږنده ده. د هېواد دښمنان د یوې وړې چاودنې او څو ډزو په اورېدو، له خوښۍ په خپلو جامو کې نه ځاییږي او داسې ښيي چې ګواکې افغانستان ناارام شوی دی. هغوی له واښو غر جوړوي، ترڅو له هېواد څخه د بهر مېشتو افغانانو او عامه ذهنیت د افغانستان په اړه بدبین کړي او هېواد جګړه ځپلی وښيي.
حقیقت دا دی چې هره امنیتي پروژه، تر هر څه وړاندې ټولنیز ملاتړ، کورنی ظرفیت او د خلکو ملاتړ غواړي؛ هغه څه چې په افغانستان کې له یادېدونکو دغو کوچنیو ډلو څخه هېڅ یوه هم ترې برخمنه نه ده. له همدې امله، ډېری هغه خوځښتونه چې د «جبهو» تر نوم لاندې مطرح کېږي، تر دې چې عملي اغېز ولري، یوازې د تبلیغاتو او ټولنیزو رسنیو په ډګر کې انعکاس مومي.
که معیار میداني واقعیتونه وګرځوو، نن نه یوازې د افغانستان ډېره برخه، بلکې د هېواد ټوله جغرافیه د یوه واحد نظام تر ادارې لاندې ده. د کورنیو جګړو د کلونو په خلاف، نه د جګړې ګڼ شمېر کرښې شته، نه خپلواکې پوځي سیمې او نه هم پراخې وسله والې جبهې؛ له دې جملې هېڅ یو یې هم په هېواد کې نه لیدل کېږي. کله نا کله یو یا دوه کسان یوه کوچنۍ چاودنه یا څو ډزې کوي، خو د هېواد دښمنان یې د پاڅون، جبهې یا مقاومت په نوم تبلیغوي.
تر ټولو مهمه دا چې د څلورو لسیزو جګړو تجربې د افغانستان د ټولنې ذهنیت هم بدل کړی دی. د خلکو ډېره برخه، له قومي، ژبنیو او سیاسي تمایلاتو پرته، له کورنیو جګړو ستړې شوې، له تکرار څخه یې کرکه لري او ثبات تر هر ډول وسله والې سیالۍ غوره ګڼي. همدا ټولنیزه پانګه د هرې هغې پروژې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی چې غواړي هېواد یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل کړي.
د دې جبهو او مقاومت د پروژو له مهمو وسیلو څخه یوه هم د روایتونو او رسنیو جګړه ده. هغوی هڅه کوي چې د خبرونو، انځورونو او پېیلو تحلیلونو په پراخه کچه خپرولو سره داسې وښیي، چې ګواکې ټول افغانستان په جګړه کې ښکېل دی؛ حال دا چې دغه خبرونه د هېواد له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري او د خپرېدو اصلي موخه یې په عامه افکارو او د بهر مېشتو افغانانو ترمنځ د افغانستان په اړه د منفي ذهنیت رامنځته کول او د جګړه ځپلي هېواد انځور وړاندې کول دي.
البته له دې حقیقت څخه هم باید سترګې پټې نه شي چې هېڅ هېواد په بشپړ ډول له امنیتي ګواښونو خوندي نه دی، د محدودو او پاشلو امنیتي پېښو رامنځته کېدل، په یوازې ځان د پراخې بې ثباتۍ نښه نه ګڼل کېږي. د ثبات معیار محدودو امنیتي پېښو رامنځ ته کېدل نه دي، بلکې معیار د حکومت هغه وړتیا ده چې په مټ یې عمومي کنټرول وساتي، کړکېچونه مدیریت کړي او د ناامنۍ د پراخېدو مخه ونیسي.
د افغانستان د مسئلو په تحلیل کې هم باید د «تبلیغاتو» او «واقعیتونو» ترمنځ توپیر وشي. کله ناکله د رسنیزو محتواوو پراخ حجم دا انګېرنه رامنځته کوي چې ګواکې لوی بدلون روان دی؛ خو هغه کسان چې په افغانستان کې ژوند کوي او د ټولنې له منځه خبرې کوي، ښه پوهېږي چې څه شی چې په ټولنیزو رسنیو کې لوی ښودل کېږي، په عمل کې یې د هېواد پر وضعیت هېڅ ټاکونکی اغېز نه دی کړی.
د افغانستان ثبات تر هر څه ډېر، د ملي یووالي ساتنې، د کورنیو بنسټونو پیاوړتیا، اقتصادي پرمختګ او له جګړې او د تېر وخت له تکرار څخه د ډډې کولو غوښتنه کوي. هره هغه طرحه چې وغواړي دا بهیر د نیابتي جګړې، رسنیزو تبلیغاتو یا د وسلوالو ډلو د پارولو له لارې منحرف کړي، د افغانستان د خلکو له لوري به ونه منل شي او پایله به یې له یوې خامې تمې پرته بل څه نه وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


