هندوکش غږ ته دقيقو سرچينو ويلي، چې امنيتي ځواکونو تیره شپه د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې څلور تنه وسله وال غله، چې یوه کور ته د ننوتلو هڅه یې کوله پېژندلي او ځای پرځای یې وژلي دي.
ويل کېږي، ياد غله له وسلو سره يوه کور ته د ننوتلو په هڅه کې و، چې د امنيتي ځواکونو د سمدستي اقدام په پايله کې د خپل عمل په سزا رسېدلي.
ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې کابل ښار کې ګڼ شمېر غله امنيتي ځواکونو نيولي او يا يې هم ځای پرځای وژلي دي.


