لیبیا ریو خبر ورکړی، چې د لیبیا د پوځي استخباراتو مشر، تورن جنرال فوزي المنصوري، بنغازي ښار کې خپل کور ته څېرمه د چاودنې له امله وژل شوی دی.
لومړني معلومات ښيي، چې په برید کې چاودېدونکي توکي کارول شوي او چاودنه د المنصوري له کور سره نږدې شوې ده.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او امنیتي ادارې هڅه کوي د پېښې تر شا د موجودو انګېزو او د برید د ترسره کوونکو په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.
د لیبیا د پوځي استخباراتو د یوه لوړپوړي چارواکي وژل کېدل په داسې مهال کېږي، چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی.


