د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ له تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا څخه ۳۰۰ کورنۍ، چې ۱۴۹۰ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي او ۱۴۹ کورنۍ د ۸۳۳ غړو په ګډون خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، په تورخم کې ۲۷۱ کورنۍ، په سپین بولدک کې ۱۰ کورنۍ او په اسلام کلا کې ۱۹ کورنۍ ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۱۰ کورنۍ له تورخم څخه ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته، ۹ کورنۍ له سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو ته او ۳۰ کورنۍ له کابل څخه خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
په یاده ورځ له ۲۲۱ کورنیو سره ټولټال ۱۷ میلیونه او ۲۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او د راستنېدونکو لپاره روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. همداراز ۲۹۰ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه لازم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.


