Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د جمهوریت بیا احیاء؛ حقیقي احتمال که د پخوانیو چارواکو نه پوره کېدونکې هیلې؟
    سیاسي لیکني

    د جمهوریت بیا احیاء؛ حقیقي احتمال که د پخوانیو چارواکو نه پوره کېدونکې هیلې؟

    عمران آغاعمران آغا13 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د جمهوري رژیم له پرځېدو پنځه کاله وروسته لا هم د دغه رژیم یو شمېر پخواني چارواکي له هېواده بهر په غونډو او ټولنیزو رسنیو کې د یاد رژیم د بیا اعادې او بېرته راستنېدو خبرې کوي. اما که سیاسي واقعیتونو، تاریخي تجاربو او د نړیوال سیاست بدلونونو ته په منطقي او تحلیلي نظر وکتل شي، د دې ډول ناکام شوی رژیم بیا راوستل تقریباً ناممکن دي. د پخوانیو چارواکو دا هیلې له حقیقته لرې او خیالات دي.

    نړیوال قدرتونه ناکامې تجربې بیا نه تکراروي او بیا پانګونه نه ورباندې کوي. امریکا او د ناټو غړو هېوادونو په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې سلګونه میلیارده ډالر او زښت ډېر څه له لاسه ورکړل. هغوی په خپلو سترګو ولیدل چې تر شلو کلونو هڅو او لوړو مالي لګښتونو وروسته، تپل شوی جوړښت(جمهوریت) په څو ورځو کې، حتی د دوی تر وتلو وړاندې د کورني ملاتړ د نشتوالي له امله وپرځېد. اوس مهال نړیوال سیاست له بېلابېلو نویو رقابتونو او ستونزو سره مخ دی؛ له همدې امله هېڅ بهرنی زبرځواک حاضر نه دی چې بیا د یوه پخواني ازمایل شوي او ناکام رژیم د بیا راوستلو دروند بار پر غاړه واخلي.

    د جمهوریت ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو هم خپل ټولنیز حیثیت، محدود ولسي ملاتړ او شهرت بایللی. یو نظام هغه وخت بېرته پر خپلو پښو درېدای شي چې مشروعیت، ولسي ملاتړ او د کار سړي ولري، خو په کابل کې د تېر رژیم د وروستیو کلونو بې حده فساد، تېښتې او په حساسو شېبو کې له ټولو دعوو، شعارونو او ادعاوو تېرېدو د عامو خلکو باور صفر ته ورساوه او نور له ښېګڼو بې برخې شول، چې له دې سره افغانان نور په دوی هیڅ باور نه کوي.

    د پنځو کلونو په تېرېدو پخواني سیاسيون، د رژیم مشران او تکنوکراتان لا هم له هغو سیاسي او خپل منځي اختلافاتو نه دي خلاص شوي، چې د جمهوریت د پرځېدو لامل شول. د رژیم له پرځېدو وروسته د دوی ترمنځ نه واحده رهبري رامنځته شوه او نه یوه منظمه سیاسي تګلاره وټاکل شوه؛ سربېره پر دې مخالفین په جلا وطنۍ کې هم پر خپلو شخصي برخو او څوکیو جنګېږي او د افغاني ټولنې له عیني حقایقو څخه بې خبره دي. په داسې حالاتو کې د یوه بدیل د رامنځته کولو توان خو پرېږده، آن خپل منځي پیوستون هم نه شي راوستلی.

    د سیمې او نړۍ جیوپولیټیک سیاسي قواعد بدل شوي دي؛ د سیمې هېوادونه او نړیوال لوري د اوږد مهاله جګړو پر ځای، اوس د ثبات، امنیت او ارام ملاتړ کوي او نه غواړي په ناپایه جګړو کې ښکېل شي، د حیثیت جنازه یې بیا پورته شي او ناکامه تجربه تکرار کړي. ډېری هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې بېرته هغه ناارامه حالت راشي، چې لسیزې یې پر سیمه منفي اغېز درلود.

    د پرځېدلي جمهوریت د اعادې او بېرته راتګ هیله یوازې د هغو کسانو ده، چې له واک او پخوانیو امتیازاتو بې برخې شوي دي، خو د جمهوریت په څېر ړنګ شوي او فاسد جوړښتونه هیڅکله په هماغه بڼه نه شي راوستل کېدای. افغاني ټولنه هم هوښیاره شوې، نور به د جګړه خوښو سیاسیونو امیدونه په واقعیت بدل نه کړي، نور به ناامنۍ، بې ثباتۍ، نیابتي جګړو او لوېدلو جوړښتونو ته ځای ورنه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهجمهوري رژیم تصادف که عواملو سقوط کړ؟

    مربوطه لیکنې

    جمهوري رژیم تصادف که عواملو سقوط کړ؟

    13 اگست 2026

    جمهوریت ولې په افغاني ټولنه کې کارساز نه و؟

    13 اگست 2026

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 13 اگست 2026

    د جمهوریت بیا احیاء؛ حقیقي احتمال که د پخوانیو چارواکو نه پوره کېدونکې هیلې؟

    په افغانستان کې د جمهوري رژیم له پرځېدو پنځه کاله وروسته لا هم د دغه…

    جمهوري رژیم تصادف که عواملو سقوط کړ؟

    13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جمهوریت بیا احیاء؛ حقیقي احتمال که د پخوانیو چارواکو نه پوره کېدونکې هیلې؟

    13 اگست 2026

    جمهوري رژیم تصادف که عواملو سقوط کړ؟

    13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،123 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.