افغان حکومت د افغانستان د استقلال د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ۱۰۷ کاله وړاندې افغان ولس د انګلیسي استعمار پر وړاندې د جهاد او مبارزې په پایله کې د هېواد بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه.
په اعلامیه کې راغلي، چې افغانانو وروسته د شوروي اتحاد او امریکايي ځواکونو پر وړاندې هم بریاوې ترلاسه کړې او دا بریاوې یې د الله تعالی نصرت، د افغانانو د قوي ایماني عزم او ملي غیرت پایله بللې ده.
افغان حکومت له افغان ځوانانو غوښتي، چې د خپلو پلرونو او نیکونو د سرښندنو او مېړانې په تعقیب، د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې ټینګه اراده ولري او د خپل تېر تاریخ له تجربو مثبت درس واخلي.
په اعلامیه کې د زمري ۲۸مه د افغانستان د استقلال ورځ بلل شوې او ټینګار شوی، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو او د امریکايي اشغال د پای ته رسېدو یادونه باید د الله تعالی د نصرت او بریاوو د شکر او اطاعت لامل وګرځي.
افغان حکومت همداراز پر اسلامي شریعت د ټینګې پابندۍ او د هېواد د لا پرمختګ او ساتنې لپاره د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی دی.


