د کرنې، ابو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمېسیون دویمه غونډه په منسک کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، صنعت او کانونو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په غونډه کې د کرنیزو او صنعتي ماشینونو د واردولو او په افغانستان کې د هغوی د مونتاژ، د کیمیاوي سرې او خوراکي توکو د تولید او پروسس، د لبنیاتو د صنعت پراختیا او د نوې ټکنالوژۍ د لېږد په اړه بحث شوی دی.
همدارنګه، د بلاروسي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د کانونو، نفتو د استخراج او تصفیې، درملو او نورو برخو کې د پانګونې، د افغانستان محصولاتو ته د بلاروس بازارونو د پرانیستلو او د صادراتو د زیاتولو فرصتونه څېړل شوي.
خبرپاڼه کې راځي، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د غواوو د نسل اصلاح، د حیواني درملو او واکسینونو تولید، د کیمیاوي سرې د فابریکو جوړول او د افغان تخنیکي کارکوونکو روزنه هم د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او عملي کولو لپاره د معینانو په مشرۍ د ګډ کاري ګروپ پر جوړولو هوکړه کړې ده.


