هندوکش غږ ته کره سرچينې وايي، چې د افغان حکومت ځانګړو ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نن ورځ د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د اختطافګرو او تش په نوم د مقاومت جبهې مهم قوماندان حسیب مشهور په «قوای مرکز» وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې ژوندي نیولي دي.
حسيب قوای مرکز، تازه له پاکستان هېواد څخه افغانستان ته راوښتی او سالنګ ولسوالۍ ته راغلی و.
د معلوماتو له مخې، یادې ډلې غوښتل د خلکو ترمنځ د تشویش او وېرې رامنځته کولو په موخه ځینې کړنې ترسره کړي، خو له ترسره کولو وړاندې یې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې مخه ونیول شوه.
حسیب «قوای مرکز» په تېرو پنځو کلونو کې، ګاونډيو هېوادونو ته سفرونه درلودل، وخت ناوخت به یې په نامعلومو ځایونو کې ویډیوګانې جوړولې او د افغان حکومت پر ضد یې تبلیغات کول.
نوموړی د افغام حکومت له واکمنېدو وروسته په لومړیو میاشتو کې په پنجشېر کې فعال و، خو د دغه ولایت له تصفیې وروسته ورک شو او کله ناکله به په ویډیوګانو کې راڅرګندېده.
د معلوماتو له مخې، حسیب قوای مرکز له ۲۰۲۱ کال وړاندې د جمهوریت د ملي امنیت له ادارې او بهرنیو استخباراتي کړیو سره اړیکې لرلې او د اختطاف او باجګیرۍ د یوې ډلې مشري یې کوله.
نوموړی په ګڼو اختطافونو، باجګیریو او د خلکو په ځورولو کې په لاس لرلو تورن و.
ياده دې وي، چې د حسيب په مشرۍ دې ډلې د پاکستاني استخباراتو په لارښوونه خلکو ته د امنيتي تشويشونو د پيدا کولو، اختطافونو، باجګيريو او نورو جنايتونو ترسره کولو پلان درلود.


