د معلوماتو له مخې د افغان حکومت مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ، د ټولګټو وزارت پخوانی د اوسپنې پټلۍ معینیت د یوې مستقلې ادارې په توګه منظور شوی دی.
دغه راز د ټولګټو وزارت مخکنی تخنیکي معین، مولوي عبدالکریم، د دغې نوې مستقلې ادارې د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د دې پرېکړې له مخې، د اوسپنې پټلۍ اړوند چارې به له دې وروسته د یوې مستقلې ادارې تر چتر لاندې تنظیم او پر مخ وړل کېږي.


