تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، سره له دې چې خلک له حکومت څخه شکایتونه لري، خو د بهرني برید پر مهال یې خپل اختلافات یوې خوا ته پرېښودل او د هېواد د دفاع لپاره یو موټی شول.
پزشکیان ویلي، دښمن تمه لرله چې پر امنیتي ځواکونو او پوځي مرکزونو له برید وروسته به په ایران کې ولسي نارضایتي او داخلي ګډوډي رامنځته شي، خو د هغه په وینا، د ایران خلکو د دغو محاسبو خلاف د هېواد تر څنګ ودرېدل.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران روغتیايي کارکوونکو هم د جګړې پر مهال روغتونونه پرېنښودل او د ټپیانو او خلکو خدمت ته یې دوام ورکړ.


