تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د خامو تېلو ذخیرې په تېرو شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او د موجودو زېرمو د پوښښ موده نږدې ۴۱ ورځو ته راټیټه شوې ده.
د تسنیم خبري اژانس د خبر د معلوماتو له مخې د امریکا بانک د نړیوالې څېړنې څانګې د ۲۰۲۶ کال د جولای د څېړنې پر بنسټ، د امریکا د خامو تېلو ټولې زیرمې، چې د ستراتیژیکې پټرولیم زېرمې (SPR) په ګډون محاسبه شوې، په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
د دغې څېړنې له مخې، د امریکا د تېلو د زیرمو د پوښښ کچه نږدې ۴۰ ورځو ته راټیټه شوې، حال دا چې د زیرمو تاریخي منځنۍ کچه شاوخوا ۶۵ ورځې ښودل شوې ده.
د امریکا بانک د نړیوالې څېړنې څانګې څېړونکي خبرداری ورکوي، چې د زیرمو دغه کمښت د امریکا د انرژۍ د امنیت لپاره د پام وړ ننګونه رامنځته کوي؛ ځکه د نړیوال بازار د عرضې د ناڅاپي ګډوډۍ یا د نفتخېزو سیمو د کړکېچ د پراخېدو په صورت کې به واشنګټن د بیړني بازار د تنظیم لپاره د تېلو له محدودو ستراتیژیکو زېرمو سره مخ وي.
د څېړنې له مخې، د ستراتیژیکو زېرمو کمېدل کولی شي د نړیوال انرژۍ بازار له احتمالي شاکونو سره د امریکا د مقابلې وړتیا محدوده کړي او د نفتو د بیو او انرژۍ د امنیت پر وضعیت مستقیم اغېز ولري.


