د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان د استخراج تړون له فاریاب خاتمالانبیاء کان کېندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک شو.
د تړون له مخې به د کان د استخراج لپاره ۷۷۶ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره پانګونه وشي.
دغه کان شاوخوا یو کیلومتر مربع مساحت لري، چې قراردادي شرکت به د ۱۰۰۰ افغانیو رویالټي ترڅنګ، یاده پانګونه ترسره کړي او د کان د استخراج له بهیر سره به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.


