د جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات ویلي، چې د اوسني نظام ملاتړ ځکه کوي چې د هغه په باور، که نظام ړنګ شي، افغانستان به یو ځل بیا د بېلابېلو ډلو ترمنځ د واک د وېش پر سر کورنۍ جګړې ته ولاړ شي.
سادات خبرداری ورکړی، چې د داسې جګړې په تکرار سره به افغانستان یو ځل بیا «پر سرونو د مېخ وهلو» او د ښځو «د سینو پرېکولو» په څېر خونړیو پېښو شاهد وي.
سادات ویلي، چې د داسې وضعیت په رامنځته کېدو سره به «مطلق زورواکي او د قدرت جزیرې» رامنځته شي او د جمهوریت پلویان به هم په داسې جګړه کې اغېز ونهلري.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د خلکو غوڅ اکثریت مسلمانان دي او د ده په باور، خلک د شریعت د نافذېدو ملاتړ کوي.
سادات د نړیوال بانک راپور ته په اشارې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په اقتصادي برخه کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي، خو په خبره یې لا هم د ځانبساینې او پیاوړي اقتصاد د رامنځته کولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.
هغه د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو هڅې د افغانستان د خلکو په زیان بللي او ویلي یې دي، چې د «شر او فساد» ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي او هڅه کوي د کورنۍ جګړې له لارې واک او مالي ګټې ترلاسه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا ځل به د جګړې د بیا پیل هڅې ناکامې او د خلکو د وینو په بیه د واک ترلاسه کولو ارمانونه له منځه ولاړ شي.


