کابل کې د «لاپیس» په نوم هغه رسنیز مرکز تړل شوی چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د فحش او غیراخلاقي محتوا په خپرولو کې یې فعالیت درلود.
د معلوماتو له مخې، د «لاپیس» تړل شوې څانګې د باربد، فضا، دریا، شمس او یو شمېر نورو هنرمندانو سندرې، لنډې نیمه بربنډې فلمي صحنې، کنسرټونه او هغه نور تصویري مطالب خپرول چې د لوېدیځ سبک او افکار یې ترویجول.
سرچینې وايي؛ د دغه مرکز ځینې مهم کارکوونکي او چلوونکي له هېواده وتلي او یو شمېر نور کسان یې تر تعقیب لاندې دي، چې د معلوماتو له مخې، له نیول کېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


