د بغلان ولایت په نهرین او خوست ولسوالیو کې د افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د شر او فساد ډلې څلور غړي وژل شوي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، تېره شپه د نهرین ولسوالۍ د کوهګدای حوزې اړوند د چهارسای په سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د شر او فساد ډلې دوه مهم قوماندانان، قوماندان شمس، چې په «خرابات» مشهور و او قوماندان «بابه» وژل شوي دي.
معلومات ښيي، چې قوماندان شمس د نهرین، بورکې او جلګې ولسوالیو لپاره د شر او فساد ډلې پوځي مسؤل او قوماندان بابه د نهرین ولسوالۍ پوځي مسؤل و.
ویل کېږي چې شمس د قوماندان صمد کوهګدای او قوماندان ظفر له وژل کېدو وروسته د هغوی پر ځای ټاکل شوی و او د یادو ولسوالیو لپاره د دې ډلې له مهمو قوماندانانو څخه ګڼل کېده.
د سرچینو په خبره، په عملیاتو کې له وژل شویو کسانو څخه وسله، مهمات او د شپې لید دوربین هم ترلاسه شوي دي.
بل لور ته، د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د فرغامبول درې په سیمه کې هم د عملیاتو پر مهال د شر او فساد ډلې دوه نور غړي وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې، یاد کسان د تخریبي فعالیتونو د ترسره کولو په پلان کې وو.
د یادونې وړ ده، چې د حسیب قوای مرکز له وژل کېدو وروسته، په بغلان کې د شر او فساد ډلې پر ضد دا عملیات یو بل دروند ګوزار بلل کېږي.
#هندوکشغږ









