د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د اوبو او روغتیا ساتنې په اړه له مؤسساتو او اړوندو ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
ملا عبداللطیف منصور ویلي، د اوبو رسولو په پروژو کې باید هغو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د پاکو څښاک اوبو اړتیا لري او پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو له مخې پلې شي.
نوموړي د اړوندو ادارو او همکارو مؤسساتو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی، څو د لرې پرتو سیمو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.


