د امریکا د استازو جرګې د افغاني الاصله غړې عایشه وهاب په وروستیو څرګندونو کې له افغانستان سره د ډيپلوماټیک تعامل پر اړتیا ټینګار کړی او هم مهاله یې هغه سیاسي او نظامي ډلې، چې ځانونه د مقاومت، آزادۍ او نورو نومونو تر عنوان لاندې معرفي کوي، د ناکامو او شخصي ګټو پر محور راڅرخېدلې ډلې یادې کړې دي. د هغې دا څرګندونې د ځینو مخالفینو له تُندو غبرګونونو سره مخ شوې دي، خو د بحث اصلي ټکی یوازې د وهاب څرګندونې نه، بلکې هغه واقعیت دی، چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د سیاسي وضعیت، د نړیوالو اړیکو او د مخالفو ډلو په اړه رامنځته شوی دی.
په ۲۰۲۱م کال کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د افغانستان د اوسني حکومت مخالفو ډلو داسې فکر کاوه، چې نړیوال به د لنډ وخت په دننه کې د اوسني حکومت پر وړاندې نور جریانونه تقویه او د نظام د بدلون لپاره به سیاسي او نظامي ملاتړ برابر کړي. خو د وخت په تېرېدو سره، دا هیله هماغسې هیله پاتې شوه او ورځ تر بلې میراتېږي. ځکه د مخالفو ډلو ترمنځ اختلافات، د رهبرۍ پر سر سیالیو، د مالي سرچینو پر سر شخړو او د واحدې اجنډا نشتوالي د هغوی سیاسي اغېز لا پسې کمزوری کړی. د بېلابېلو جبهاتو جوړېدل، وېش، وخت ناوخت انشعابونه او د دوی متضاد دریځونه، یو د بل پر وړاندې د جاسوسۍ او مرګونو پلانونو تر حده ورسېدل.
له بلې خوا، نړیوالو قدرتونو هم د افغانستان په اړه خپل سیاستونه د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر بنسټ عیار کړل. غرب که څه هم تر اوسه د افغانستان اوسنی حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی، خو په عملي ډګر کې یې د تعامل، مذاکراتو او ډيپلوماټیکو اړیکو دروازې پرانیستې پرېښې دي. امنیتي، علمي، اقتصادي، بشري او سیمه ییزې اړتیاوې دا ایجابوي چې له حاکم نظام سره مستقیم یا غیرمستقیم تماس موجود وي. د همدې واقعیتونو له امله، په نړیوالو سیاسي غونډو او حلقو کې د افغانستان د مخالفو ډلو حیثیت او ماهیت ته په کتو سره، له اوسني حاکم نظام سره د ډيپلوماسۍ او تعامل لاره غوره بلل کېږي.
د عایشه وهاب څرګندونې هم په همدې چوکاټ کې د تحلیل وړ دي. هغې د پخوانیو سیاسي څېرو او بې شرمو جنګسالارانو پر فساد، شخصي ګټو، پردۍ پالنو، تعصباتو او ناکامو تجربو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان ستونزې یوازې د نن ورځې محصول نه دي، بلکې د جنګسالارانو او پخوانیو حاکمانو د ناسمو سیاستونو او فسادونو هم په کې لوی رول لوبولی دی. دا ارزونه او غوښتنه یوازې د یوې سیاستوالې شخصي نظر نه دی، دا د هغه برداشت انعکاس دی، چې په نړیوالو حلقو کې د افغانستان د مخالفو ډلو په اړه مخ پر پراخېدو دی.
په تېرو پنځو کلونو کې نه افغان ولس د دغو جبهاتو تر شا ودرېد، نه سیمه ییزو هېوادونو او نه هم لوېدیځو قدرتونو هغوی د یوه اغېزمن بدیل په توګه ومنل. ځکه دا هغه خلک دي چې اشغالګرو په خپل زور د جمهوریت په دوره کې واک ته ورسول. دوی تر افغان ولس خپله غرب ته ښه ورمعلوم دي. په پښتو کې یو متل دی وایي: چې په اخور دې را لوی شو، د غاښو د کتلو حاجت یې نشته. دا له عقل نه لرې میراثي او بې شرمه جنګسالاران په څو نمایشي غونډو چې له ځان سره یې نانځکې تر څنګ کېنولې وي، په آنلاين حضور او رسنیزو فعالیتونو سره غواړي غرب ته ځانونه هوښيار شوي او اصلاح شوي ښکاره کړي. مګر غرب دوی له ډېر پخوا پېژني.
کله چې په نړیوالو بحثونو کې له افغان حکومت سره د ډيپلوماسۍ اړتیا او د مخالفو ډلو ناکامي یادېږي، نو د دغو بې شرمو جنګسالارانو له لوري توند غبرګونونه هم راپارېږي؛ ځکه چې دا خبرې د هغه واقعیت انعکاس دی، چې د وخت په تېرېدو سره لا پسې روښانه کېږي. په عموم کې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالو اوسنی لیدلوری تر ډېره د تعامل، واقع بینۍ او ډيپلوماسۍ پر محور راڅرخي، نه د هغو سیاسي او نظامي جریانونو پر ملاتړ، چې لا هم د تېرو تجربو تر سیوري لاندې د مشروعیت او اغېزمنتیا له ستونزې سره مخ دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


