د حسيب قوای مرکز په نوم د یوه وسلوال مخالف وژنه او د هغه د ملګرو ژوندي نیول کېدل، یوازې د تش په نوم مقاومت ډلې لپاره د یوه مهم وسلوال له منځه تلل نه و، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ناامنۍ د یوه لوی باب تړل و. حسيب د هغه اجیرانو سرګروپ و، چې تر ډېره یې د تش په نوم مقاومت تر عنوان لاندې د خلکو روحیې او رواني امنیت ته زیان رساوه. د هغه په وژل کېدو د مقاومت نیابتي ډلې د غولول شویو غړو هغه لړۍ قطعه شوه، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې هېواد ته د مخربو فعالیتونو لپاره تګ – راتګ کاوه، مګر هر ځل به تش لاس بېرته له سیمې تښتېدل.
معمول دا دی، کله چي د یوې ډلې اصلي مخکښ له منځه لاړ شي، نو د هغه ټوله شبکه فلج کېږي او ډله له اوږدمهالې خلاء سره مخ کېږي؛ تش په نوم مقاومت ډله اوس په همداسې حالت کې قرار لري. حسيب د هغوی یوه داسې مهره وه، چې له پخوا یې نوم بد، په خلکو کې منفور او په وړاندې یې کرکې ایجاد شوې وې. په یوه کم ساري اقدام کې د هغه وژل کېدو او د پاتې کسانو ژوندي نیول کېدو ثابته کړه، چې د دغسې نیابتي ګروپونو دوام ناشونی دی، ځکه دوی د پردیو موخو لپاره جنګېږي. په واقعیت کې دا د مقاومت په نوم ډلې د حتمي ناکامۍ پیل دی.
خو یو بل څه هم چې د پام وړ دي، د ډیورنډ کرښې هاخوا له استخباراتي ادارو سره د حسیب اړیکې دي. نوموړی چې له پاکستانه دې خوا ته د تخریبي فعالیتونو او تبلیغاتي موخو لپاره را لېږل شوی و، په واضحه توګه وښوده چې مقاومت او یو شمېر نورې مخالفې ډلې د بهرنیو استخباراتي سازمانونو له لوري حمایت کېږي. د حسیب په له منځه وړلو یو نیابتي جګړه مار نه دی وژل شوی، بلکې د آی ایس آی او نورو بهرنیو استخباراتي حلقو شومې موخې هم شنډې شوې، چې د افغانستان په ناامنۍ کې خپلې ګټې ویني.
خو له دې ټولو ورهاخوا، د دې پېښې تر ټولو مستقیمه او لویه ګټه د هېواد عامو خلکو ته ورسېده. د ولس له اوږو د داسې چا بار کم شو، چې د خلکو په اذهانو کې یې د استبداد، زورواکۍ، غصب او تښتوونو تورې کارنامې ثبت وې. کلونه کلونه دا ډول کسان د ملي امنیت او نورو ارګانونو په زور، تر بېلابېلو پوښښونو لاندې خپل شوم غرضونه پر مخ وړل او له خلکو یې ارام اخیستی و. نن د نوموړي په وژل کېدو د خلکو له اوږو د تل لپاره یو دروند بار کم شو.
دا پېښه همدارنګه نورو مخالفو ډلو او د جګړې بهرنیو طراحانو ته یو خورا مهم او مستقیم پېغام ورکوي، هغه دا چې هېواد اوس د نیابتي لوبغاړو د تحرکاتو لپاره خوندي ځای نه دی. هر څوک چې فکر کوي د بهرنیو استخباراتي سازمانونو په مرسته او روزنه دلته ګډوډي جوړولای شي، نو باید دا هم په ځان ومني چې د خپل سر په بیه به ورته تمامه شي.
د حسیب په وژل کېدو به ټولو مخالفو ډلو ته ثابته شوې وي، چې کاغذي اتلان به یې همېشه دغسې ناکام او موخو ته له رسېدو وړاندې په نښه کېږي؛ کنه دا خو ټولو مخالفینو ته معلومه ده، چې په بهر کې مېشت پاتي نیابتي عسکر یې لا وړاندې په خپل منځي اختلافاتو او بې باوریو کې وژل کېږي او له صحنې ویستل کېږي. د مسعود، ضیاء او پاتې نورو تش په نوم ډلو مشران ظرفیتونه، خلاصه سینه او خپل منځي باور نه لري، ځکه خو یې خپل څو تنه غولېدلي اجیران هم ورځ تر بلې له صحنې ویستل کېږي او خیالي ډلې یې د حتمي ناکامۍ په لور ګامونه اوچتوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


