د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا لېږد، چې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوی و، د ستونزې له اساسي حل وروسته بېرته وصل او د برېښنا انرژۍ لېږد عادي حالت ته راوګرځېد.
شرکت وایي، د ستونزې پر مهال یې د برېښنا د کمښت د جبران لپاره له شته ظرفیتونو او د ازبکستان، ایران او تاجکستان له وارداتي برېښنا څخه استفاده کړې وه، ترڅو په اغېزمنو سیمو کې د برېښنا رسونه تر ډېره مدیریت شي.
د افغانستان برېښنا شرکت زیاتوي، چې د ترکمنستان د برېښنا ادارې «ترکمن انرګو» سره د دوامدارې همغږۍ په پایله کې د برېښنا لېږد مزي په تدریجي ډول بېرته فعال شوي او په اغېزمنو سیمو کې به د برېښنا رسونه هم په تدریجي ډول عادي شي.


