Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي
    سیاسي لیکني

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    عمران آغاعمران آغا2 سپتمبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېره اداره کې د بلخ والي او د جمعیت د جلا شوي برخې مشر عطاء محمد نور ویلي، چې د جنګسالار او قوماندان سالار په نوم یادېدل ورته د شرم وړ نه دي او افتخار پرې کوي. دا څرګندونې د نوموړي د زورواک او مستبد فکر او تورې څېرې یوه ښکاره نمونه ده. نور د کلونو په اوږدو کې د هېواد ملي شتمني، یووالی او ټولنیز ثبات زیانمن کړي. که یې د شوروي په وړاندې تحرکاتو کې ځغاسته کړې وي، خو وروسته یې د داخلي جګړو او بیا نورو کلونو کې، حتی تر اوسه پورې د هېواد د بربادۍ لپاره هیڅ توان نه دی سپمولی.

    عطاء محمد نور چې د ځان لپاره د «جنګسالار» او «قوماندان‌ سالار» نومونه د افتخار وړ ګڼي، په اصل کې په خپلې زورواکۍ، استبداد، انحصار، انسان تښتونې، غلاوو، چور، چپاول او سلګونه نورو ناوړه کړنو افتخار کوي، ځکه جنګسالار همدې ته وايي او نور برعکس د هغو وګړو سپکاوی کوي، چې د نوموړي د ناوړه کړنو قربانیان دي. د واک، زر او زور دغه مدعیان لا هم له خپلو استبدادي مفکورو او شخصي ګټو پورته بل څه ته ژمنتیا نه لري.

    عطاء محمد نور په شمال، په ځانګړې توګه بلخ کې د قدرت جزیره جوړه کړې وه، چې له همدې امله د امپراتور په لقب نومول شوی و، د مالي فساد او ملي شتمنیو د شخصي کولو تر ټولو روښانه بېلګه یې د حیرتان بندر ګمرکي عوایدو ته د هغه د شخصي او جرمي شبکې غځېدل وو. د هېواد د شمال مهمې ترانزیټي لارې د ده او د ده د نږدې کسانو په ولکه کې وې، چې هره میاشت به ترې په میلیونونو ډالره شخصي حساب ته تللې.

    د ځمکو غصب او د عامه ملکیتونو تصرف، له سوداګرو باج ګیرۍ، په لویو اختطافونو کې لاس لرل او د عامه نظم او امنیت اخلال یې هغه تورې کارنامې دي، چې د ولسونو په منځ کې یې منفور کړ او له ولس سره یې فاصله لا ډېره شوه. له دې ورهاخوا د کورنیو جګړو پر مهال هم د عطاء محمد نور هېواد ضد کړنې، ظلمونه، د ملي شتمنیو چور او د تجزیې لپاره هڅې د هغه د ژوند او شخصیت نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې.

    نور په خپلو ادعاوو کې ویلي، چې ده او ملګرو یې د کرزي او نورو سياستوالو لپاره د اقتدار لاره پرانیسته او واک ته یې ورسول، له همدې امله باید کرزی له دوی مننه وکړي. خو حقایق دا دي، چې د نوموړي ډله د جمهوري رژیم واقعي ملاتړي نه، بلکې د شخصي ګټو خوندي کوونکي وو او په دې لاره کې یې د کرزي او غني په وړاندې د زور دریځ درلود. په شمال کې یې د قدرت د جزیرې له لارې دواړه ولسمشران ننګول او د جمهوریت کاواکه رژیم یې هم په وړاندې عاجز و.

    د جنګسالارۍ په صفت افتخار کول او د شرم نه احساسول د عطاء محمد نور اخلاقي زوال هم څرګندوي. نوموړی که څه هم هڅه کوي چې خپل سپیناوی وکړي، خو اوس نو ډېره ناوخته شوې ده. لسیزې تېرې شوې دي چې دا لقب د هغه د شخصیت برخه ګرځېدلی دی او اوس چې د جګړې پلوي کوي او بیا غواړي هېواد وران کړي، خو دی واک ته ورسېږي، د جنګسالار فکر یوه ښکاره بېلګه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله۱۰۰ ثانیې خبر
    راتلونکي مقاله د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    مربوطه لیکنې

    له افغان حکومت سره د تعامل اړتیا او د بې شرمو جنګسالارانو ردېدل

    1 سپتمبر 2026

    د حسيب په وژل کېدو مقاومت ډلې او پاکستان څه له لاسه ورکړي؟

    30 اگست 2026

    د مخالفینو نیابتي جګړه؛ د ناکامو پایلو مایوسي او بدګماني

    29 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځني اسعار 2 سپتمبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    د ایران هرمزګان کې د واده پر مراسمو د امریکا برید ۴ کسان وژلي

    2 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    2 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    2 سپتمبر 2026

    د ایران هرمزګان کې د واده پر مراسمو د امریکا برید ۴ کسان وژلي

    2 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    2 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.