د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د سولې استوګنیزې پروژې (پنځم مکروریان) د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښوده.
ملا برادر اخوند ویلي، افغان حکومت د هغو پروژو بشپړولو ته ژمن دی چې د تېرې ادارې پر مهال د بېلابېلو خنډونو له امله ځنډول شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د نفوسو د زیاتوالي له امله په کابل کې د غیرمنظمې پراختیا، د اوبو کمښت، ښاري بېنظمۍ او د عامه خدمتونو د کمښت ستونزې د نوي کابل ښار او پنځم مکروریان په څېر پروژو له لارې په تدریجي ډول راکمېږي.
برادر اخوند له پانګوالو غوښتي، چې د کور جوړونې او زیربناوو په برخو کې پانګونه وکړي او د پروژې له تطبیق کوونکو یې وغوښتل چې چارې د منل شوو معیارونو له مخې بشپړې کړي.
د پنځم مکروریان د لومړي فاز د چارو د پرمختګ کچه ۷۰ سلنې ته رسېدلې، چې شپږ بلاکونه یې بشپړ شوي او د B4 بلاک د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.


