د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان حکومت مشرتابه د کندهار ولایت مقام کې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د دیني مدرسو د علماوو او مهتممینو په یو ورځني سیمینار کې ټینګار کړی، چې د علماوو مسوولیت یوازې د دیني علومو په تدریس نه، بلکې د ټولنې په اصلاح، د خلکو د اخلاقو په روزنه او د راتلونکي نسل په جوړولو کې هم دی.
مشرتابه ویلي، چې علم د انسان د ژوند او پرمختګ بنسټ دی او انبیاء علیهمالسلام د دې لپاره رالېږل شوي، چې خلک د الله تعالی له پېژندنې، عبادت او د دین له اصولو سره بلد کړي.
نوموړي د رسول الله صلیالله علیه وسلم د دعوت او تعلیم د اغېزو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلام د تعلیماتو په خپرېدو سره په ټولنه کې له ناپوهۍ، فساد او جاهلي دودونو سره مبارزه وشوه.
هغه علماوو ته سپارښتنه کړې، چې خپل علم له خلکو پټ نه کړي، د ټولنې د اصلاح لپاره هڅې وکړي او د اسلامي نظام د ساتنې په برخه کې خپل شرعي مسوولیت ادا کړي.
مشرتابه زیاته کړې، چې د مدرسو زدهکوونکي د راتلونکي نسل مسوولین دي او علماء باید د هغوی علمي، فکري او اخلاقي روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي د مدرسو له علماوو غوښتي، چې د زدهکوونکو د درس، کتاب او مطالعې علاقه زیاته، د هغوی د روزنې کیفیت لوړ، د شرعي فرمانونو په اړه لازم وضاحتونه ورکړي او فقهي مجالس پیاوړي کړي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو له مشرتابه سره د خپل بیعت د تجدید ترڅنګ د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د هڅو ژمنه کړې ده.


