د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، د یاد ولایت امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی، چې د تېرې پنجشنبې په شپه یې په خپل کور کې خپله ۲۲ کلنه مېرمن او شپږ میاشتنۍ ماشومه لور په کلاشینکوف وژلي وه او وروسته له سیمې تښتېدلی و.
د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس په لومړنیو څرګندونو کې د خپلې مېرمنې او لور د وژنې اعتراف کړی او ټاکل شوې دوسیه یې له اړوندو اسنادو سره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.


