رویټرز راپور ورکړی، چې جنوبي کوریا غواړي هرمز تنګي ته د پوځي ځواکونو او تجهیزاتو د استولو طرحه پارلمان ته وړاندې کړي.
د رویټرز په حواله، سیول په پام کې لري، چې د روان کال تر پایه د سمندري ګزمې یوه الوتکه، لوژستیکي بېړۍ یا د سمندري ماینونو د پاکولو او کشف یوه ډله سیمې ته واستوي.
د جنوبي کوریا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تر اوسه د ځواکونو د استولو پرېکړه وروستۍ شوې نه ده، خو سیول له امریکا، بریتانیا او فرانسې سره د احتمالي همکارۍ په اړه خبرې کوي.


