تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ادم تل د دغه هېواد د پوځ وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی او دا اقدام د پوځ د وزیر ډان ډرېسکول له استعفا څو ورځې وروسته شوی دی.
د تسنیم د راپور له مخې، ډرېسکول د دوشنبې په ورځ استعفا ورکړې وه او د هغه له استعفا سره په پنتاګون کې د لوړو پوځي چارواکو ترمنځ د اختلافاتو موضوع یو ځل بیا مطرح شوې ده.
ویل کېږي چې د ډرېسکول او د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د پوځ د نوي کولو او د یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو د ګوښه کولو پر سر اختلافات زیات شوي وو.
د راپور له مخې، ډرېسکول هڅه کوله د بېپیلوټه الوتکو، مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ پر مټ د امریکا د ځمکني پوځ جوړښت د راتلونکو جګړو لپاره بدل کړي، خو د نوموړي په ګډون د لوړپوړو پوځي چارواکو پرلهپسې وتلو د امریکا د دفاع وزارت په رهبرۍ کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.


