تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایټالیا د انرژۍمصرفوونکو صنعتونو د ګاز او برېښنا د بیو له لوړوالي سره د تولیدي لګښتونو د دوه برابره کېدو خبرداری ورکړی دی.
د راپور له مخې، د دغو صنعتونو د انرژۍ کلني لګښتونه له ۹ څخه شاوخوا ۱۸ میلیارده یورو ته لوړ شوي او که اوسني نرخونه دوام وکړي، د ګازو لګښتونه ۱۳۳ سلنه او د برېښنا لګښتونه ۸۷ سلنه زیاتېدای شي.
د صنعتونو مسوولین وايي، د انرژۍ د بیو دوام ښايي د ځینو فابریکو د تولید درولو او د ایټالیا د صنعت د نړیوالې سیالۍ د کمزوري کېدو لامل شي.


