بهرنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د همکاریو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې د سیمې د روان وضعیت او وروستیو تحولاتو په اړه هم د نظرونو تبادله شوې ده.
دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوامداره اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د راتلونکو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.


