Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد
    سیاسي لیکني

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    عمران آغاعمران آغا5 سپتمبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عامه باور له مخې، اوس دا خبره په یقین بدله شوې ده چې په افغانستان کې د تښتېدلو مخالفینو کیسه پای ته رسېدلې او هغوی نور په هېڅ برخه کې رول نه لري. دوی په داسې عادي انسانانو بدل شوي دي چې په نورو هېوادونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو او خپل نوم د ژوندي ساتلو لپاره ناروا هڅې کوي.

    هغه مهال چې دغه بې عهده او نمک حرام کسان د واک پر ګدۍ ناست وو، د حکومت چارې یې په لاس کې وې او د قدرت او واکمنۍ ټولې سرچینې یې درلودې، تر ټولو ناوړه ممکنه کارنامې یې ترشا پرېښودې او خپل ملت یې د تباهۍ لوري ته یووړ.

    دغه کسان اوس د خپلې ناکامۍ د لوړو دېوالونو ترشا، کله ناکله سرونه راپورته کوي او ځانونه داسې څرګندوي، لکه لا هم چې په میدان کې حاضر وي او د کړاو‌ځپلي ملت د تباهۍ او وینې تویولو لپاره دې کومه خبره او پلان ولري.

    باید هېره نه کړو چې دښمنان (که کورني وي او که بهرني) تل د خپل فکري او سیاسي چلند له مخې خپلو تشو او له‌ کار لوېدلو بریدونو او یرغلونو ته دوام ورکوي او هېڅکله په ښکاره نه تسلیمېږي.

    که یې په وس کې وای، لا ډېر او پراخ فزیکي بریدونه به یې کولی، په سیمه کې به یې دوړې او ګردونه پورته کول او د خلکو په منځ کې به یې شکونه او اندېښنې راپورته کولې. که په حقیقت کې مات، بې‌ وسه، بې لاسو او بې پښو شوي هم وي، بیا هم هڅه کوي چې ساه واخلي، د جعل او فریب له لارې مخته ولاړ شي او لا هم د بریالیو او ګټونکو رول ولوبوي.

    خو دا کمزوری او بې‌ اغېزې رول د همېش لپاره کار نه شي ورکولی او یوه ورځ خامخا پای ته رسېږي. له هغوی څخه به د فریب او دوکې نښې او اغېزې له منځه وړل کېږي او نور به هېڅوک پرې باور ونه کړي.

    لکه څنګه چې اوس د تښتېدلو مخالفینو روایت همداسې دی؛ ملت او هغه رسنۍ چې موضوعات په جدي توګه څاري، په دې باوري شوي دي چې د دوی ریښې وچې شوې او تنه یې کمزورې شوې ده. په ضمیر کې یې میدان ته د ننه کېدو جرئت او د مخته تګ باور نه دی پاتې.

    افغانستان چې د لسیزو جګړو او ویجاړیو په ترڅ کې کوم څه تجربه کړل او نن ثبات او امنیت ته رسېدلی، د همدې وضعیت کیسه ده. هغه وضعیت چې تښتېدلي مخالفین تل هڅه کوي د دروغو او فریب له لارې، ناسم او دروغ خبرونه او معلومات د خلکو په ذهنونو کې ځای په ځای کړي.

    ټول پوهېږي چې دا اجیرې او دوکه‌ بازې ډلې د سیالیو له ډګره وتلې او د ماتې‌ خوړلو په کتار کې درېدلې دي؛ د دوی د هڅو په قاموس کې د بریا هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

    له دې سره سره، همدغه غولول شوي کسان نه غواړي دا ومني چې د دوی د رسوایۍ کاسه د باور له بامه لوېدلې او د دوی اوسنی حقیقت ټولو خلکو، په ځانګړي ډول خپلو هېوادوالو، ته څرګند شوی دی.

    کله ناکله د یوې نوې ډلې د جوړېدو اعلامیې خپرېږي او یا په کومه سیمه کې د ځینو کسانو د راڅرګندېدو خبرونه اورېدل کېږي، په دې سره دوی ځانونه په میدان کې حاضر معرفي کوي؛ خو ټول پوهېږي چې دا ځان ته د پام را اړولو او د نوم او ډوډۍ لپاره د سوال د کاسې د ګرزولو لپاره، یوازې دروغجنې نندارې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامريکا د ايران جګړې په اړه د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو شاوخوا ۵۰ لوړ پوړي قومندانان تر څېړنو لاندې نيولي

    مربوطه لیکنې

    پاکستان؛ د جمهوریت له سقوط وروسته د مخالفینو د تکیې یوازینی ځای

    3 سپتمبر 2026

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026

    له افغان حکومت سره د تعامل اړتیا او د بې شرمو جنګسالارانو ردېدل

    1 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 5 سپتمبر 2026

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    د عامه باور له مخې، اوس دا خبره په یقین بدله شوې ده چې په…

    امريکا د ايران جګړې په اړه د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو شاوخوا ۵۰ لوړ پوړي قومندانان تر څېړنو لاندې نيولي

    5 سپتمبر 2026

    ټرمپ ويلي ښايي ډېر ژر د ايران کوه کلنګ سيمه په نښه کړي

    5 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    5 سپتمبر 2026

    امريکا د ايران جګړې په اړه د محرمو معلوماتو د افشا کېدو په تړاو شاوخوا ۵۰ لوړ پوړي قومندانان تر څېړنو لاندې نيولي

    5 سپتمبر 2026

    ټرمپ ويلي ښايي ډېر ژر د ايران کوه کلنګ سيمه په نښه کړي

    5 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.