Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې
    سیاسي لیکني

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    عمران آغاعمران آغا7 سپتمبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د جنګسالارۍ تر ټولو تریخ حقیقت دا دی، چې تورې څېرې د وینو او وحشت تر تاریخ جوړونې وروسته، د څو نورو خاینانو له خوا د اتلولۍ په القابو ملقب شي. خو تاریخ او د خلکو حافظې یې نه هېروي؛ هغه وېره، زور، اختطاف، باجګیري، شخصي زندانونه، تعصب او د انسان د ژوند بې ارزښته کول، چې د زورواکۍ له فرهنګ سره لازم او ملزوم وو.

    نن چې عطا محمد نور په ښکاره وايي، چې په جنګسالارۍ نه شرمېږي او پرې ویاړي، نو دا د یوه کس شخصي دریځ نه دی، بلکې دا د یوې دورې دفاع ده؛ د هغې دورې دفاع چې افغان ولس یې بیه په وینو او میلیونونو قربانیو ورکړې ده. که جنګسالاري وياړ وي، نو دې وياړ خو په میراث کې قبرونه، معیوبين، کډوال او ويجاړۍ راوړې دي.

    د داخلي جګړو مخکښانو پر کابل د واک ترلاسه کولو لپاره زرګونه ملکي وګړي ووژل او ټپیان کړل، په لسګونو زره کورنۍ یې له خپلو کورونو وشړلې او د کابل لویه برخه یې په ویجاړیو بدله کړه. دا د بهرني یرغل پر وړاندې جګړه نه وه؛ دا د واک او نفوذ پر سر د همدغو وسلوالو ډلو جګړه وه، چې عطا محمد نور یې یو له مخکښانو شمېرل کېده.

    د داخلي جګړو قربانیان هماغه عام افغانان وو، چې د جنګسالارانو د واک بیه یې په وینو، کډوالۍ او ویجاړو شوو کورونو ورکړه. يوازې په دوو اوونیو کې اتلس سوه کسان ووژل شول او یو لک شل زره تنه له کورونو بې ځایه شول. له هغې جهادي بریا وروسته چې د ميليونونو افغانانو د وينې په قيمت اخيستل شوې وه.

    پر ملکي کورونو ړانده راکټي بریدونه، د ښار په کوڅو کې ډله ییزې وژنې، شکنجې، تښتونې، تعصب او پراخ چور و چپاول د یوې ډلې کار نه و، بلکې دا د هغو تنظیمونو ګډ میراث دی، چې کابل کې د واک پر سر لوبېدل. دا هر څه د همدې جنګسالارانو په خوښه شوي دي، چې په همدې خاطر یې دوی د مخنیوي هيڅ ګام پورته نه کړ.

    د ۲۰۰۳م کال په اکټوبر کې، دوه کاله وروسته له هغه چې يرغلګر راغلل او بله جګړه لا نه وه پیل شوې، د مزار شریف شاوخوا د همدې جنګسالارانو ترمنځ په ټانکونو او توپونو جګړه وشوه او شپېته کسان پکې ووژل شول. دا جګړه نه د اشغالګرو پر ضد وه، نه د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره؛ بلکې دا د یوه ولایت پر عاید او پر سړکونو د بري لپاره وه.

    له دې وروسته څوارلس کاله د بلخ واکمني راغله او دا هغه پړاو دی چې پکې جنګسالاري له عادي حالته لږ موډرنه شوه او اداري څوکۍ ته و لېږدېده. نور خپل مسلح کسان په بېلابېلو ارګانونو کې داخل کړه، تر یو وخته د بلخ د محلي پولیسو نږدې اتیا سلنه هم له همدې یوه سړي سره تړاو درلود. د هغه کورنۍ او نږدې کسان پر کلیدي څوکیو وګومارل شول. د سوداګرۍ، ځمکو، بندرونو او نشه یي توکو له شبکو يې لویه شتمني ټولوله. نور دولت ته د دې لپاره نه و راوستل شوی چې قانون ته تابع شي، بلکې د دې لپاره چې له بهر څخه دولت ټوټې ټوټې نه کړي او يرغلګرو سره پوره همکاره شي؛ یا په بله اصطلاح، یرغلګرو او غلام رژیم پخپله له وېرې یو ولایت نور ته د ملکیت په توګه ورکړ.

    کله چې د هغه واک او نفوذ له ګواښ سره مخ شو، اصلي دریځ یې څرګند شو؛ د ګوښه کولو حکم چې ورته ورسېد، هغه یې ونه مانه او ویې ویل، چې لا هم والي يم. کله چې د هغه وخت غلام رژیم د بلخ لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکه، عطا نور د دې پرېکړې په غبرګون کې خلکو ته د دکانونو د تړلو امر وکړ. بیا وروسته نور په ډېر لوړ قیمت څنډې ته شو، ځکه ډېر داسې څه یې ترلاسه کړه، چې وړاندې یې نه لرل.‎

    د جنګسالارۍ دا موډرنه بڼه هغه څه ده، چې عطا محمد نور یې اوس هم خوبونه ويني. تاریخ بالاخره دا هر څه لیکي؛ نن که په هر نوم ځان غولوي، خو سبا یې تاریخ په اړه قضاوت کوي او راتلونکي نسلونه به یې په خاین، ورانوونکي او له ټولو ارزښتونو سره د مخالف کس په توګه یادوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال، هارون الرشيد شیرزاد: جمهوريت کې د امرالله صالح په ملاتړ، کورنیو چارو وزارت کې د فساد او خپلسریو لویه شبکه موجوده وه
    راتلونکي مقاله ویټکوف او کوشنر له مسکو وروسته کېیف ته تللي او له زېلېنسکي سره یې خبرې کړې دي

    مربوطه لیکنې

    جعلي او نمایشي خوځښتونه؛ د جبهاتو د پوځي ناتوانۍ وروستی حد

    5 سپتمبر 2026

    پاکستان؛ د جمهوریت له سقوط وروسته د مخالفینو د تکیې یوازینی ځای

    3 سپتمبر 2026

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 7 سپتمبر 2026

    د کانونو او پټرولیم وزارت او د تاتارستان د TNG شرکت ترمنځ د ۲.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

    د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د امو دریا نفتي حوزې…

    ویټکوف او کوشنر له مسکو وروسته کېیف ته تللي او له زېلېنسکي سره یې خبرې کړې دي

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کانونو او پټرولیم وزارت او د تاتارستان د TNG شرکت ترمنځ د ۲.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

    7 سپتمبر 2026

    ویټکوف او کوشنر له مسکو وروسته کېیف ته تللي او له زېلېنسکي سره یې خبرې کړې دي

    7 سپتمبر 2026

    د بې‌ شرمه جنګسالار عطامحمد نور تورې کارنامې

    7 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.