په افغانستان کې د جنګسالارۍ تر ټولو تریخ حقیقت دا دی، چې تورې څېرې د وینو او وحشت تر تاریخ جوړونې وروسته، د څو نورو خاینانو له خوا د اتلولۍ په القابو ملقب شي. خو تاریخ او د خلکو حافظې یې نه هېروي؛ هغه وېره، زور، اختطاف، باجګیري، شخصي زندانونه، تعصب او د انسان د ژوند بې ارزښته کول، چې د زورواکۍ له فرهنګ سره لازم او ملزوم وو.
نن چې عطا محمد نور په ښکاره وايي، چې په جنګسالارۍ نه شرمېږي او پرې ویاړي، نو دا د یوه کس شخصي دریځ نه دی، بلکې دا د یوې دورې دفاع ده؛ د هغې دورې دفاع چې افغان ولس یې بیه په وینو او میلیونونو قربانیو ورکړې ده. که جنګسالاري وياړ وي، نو دې وياړ خو په میراث کې قبرونه، معیوبين، کډوال او ويجاړۍ راوړې دي.
د داخلي جګړو مخکښانو پر کابل د واک ترلاسه کولو لپاره زرګونه ملکي وګړي ووژل او ټپیان کړل، په لسګونو زره کورنۍ یې له خپلو کورونو وشړلې او د کابل لویه برخه یې په ویجاړیو بدله کړه. دا د بهرني یرغل پر وړاندې جګړه نه وه؛ دا د واک او نفوذ پر سر د همدغو وسلوالو ډلو جګړه وه، چې عطا محمد نور یې یو له مخکښانو شمېرل کېده.
د داخلي جګړو قربانیان هماغه عام افغانان وو، چې د جنګسالارانو د واک بیه یې په وینو، کډوالۍ او ویجاړو شوو کورونو ورکړه. يوازې په دوو اوونیو کې اتلس سوه کسان ووژل شول او یو لک شل زره تنه له کورونو بې ځایه شول. له هغې جهادي بریا وروسته چې د ميليونونو افغانانو د وينې په قيمت اخيستل شوې وه.
پر ملکي کورونو ړانده راکټي بریدونه، د ښار په کوڅو کې ډله ییزې وژنې، شکنجې، تښتونې، تعصب او پراخ چور و چپاول د یوې ډلې کار نه و، بلکې دا د هغو تنظیمونو ګډ میراث دی، چې کابل کې د واک پر سر لوبېدل. دا هر څه د همدې جنګسالارانو په خوښه شوي دي، چې په همدې خاطر یې دوی د مخنیوي هيڅ ګام پورته نه کړ.
د ۲۰۰۳م کال په اکټوبر کې، دوه کاله وروسته له هغه چې يرغلګر راغلل او بله جګړه لا نه وه پیل شوې، د مزار شریف شاوخوا د همدې جنګسالارانو ترمنځ په ټانکونو او توپونو جګړه وشوه او شپېته کسان پکې ووژل شول. دا جګړه نه د اشغالګرو پر ضد وه، نه د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره؛ بلکې دا د یوه ولایت پر عاید او پر سړکونو د بري لپاره وه.
له دې وروسته څوارلس کاله د بلخ واکمني راغله او دا هغه پړاو دی چې پکې جنګسالاري له عادي حالته لږ موډرنه شوه او اداري څوکۍ ته و لېږدېده. نور خپل مسلح کسان په بېلابېلو ارګانونو کې داخل کړه، تر یو وخته د بلخ د محلي پولیسو نږدې اتیا سلنه هم له همدې یوه سړي سره تړاو درلود. د هغه کورنۍ او نږدې کسان پر کلیدي څوکیو وګومارل شول. د سوداګرۍ، ځمکو، بندرونو او نشه یي توکو له شبکو يې لویه شتمني ټولوله. نور دولت ته د دې لپاره نه و راوستل شوی چې قانون ته تابع شي، بلکې د دې لپاره چې له بهر څخه دولت ټوټې ټوټې نه کړي او يرغلګرو سره پوره همکاره شي؛ یا په بله اصطلاح، یرغلګرو او غلام رژیم پخپله له وېرې یو ولایت نور ته د ملکیت په توګه ورکړ.
کله چې د هغه واک او نفوذ له ګواښ سره مخ شو، اصلي دریځ یې څرګند شو؛ د ګوښه کولو حکم چې ورته ورسېد، هغه یې ونه مانه او ویې ویل، چې لا هم والي يم. کله چې د هغه وخت غلام رژیم د بلخ لپاره نوی امنیه قوماندان وټاکه، عطا نور د دې پرېکړې په غبرګون کې خلکو ته د دکانونو د تړلو امر وکړ. بیا وروسته نور په ډېر لوړ قیمت څنډې ته شو، ځکه ډېر داسې څه یې ترلاسه کړه، چې وړاندې یې نه لرل.
د جنګسالارۍ دا موډرنه بڼه هغه څه ده، چې عطا محمد نور یې اوس هم خوبونه ويني. تاریخ بالاخره دا هر څه لیکي؛ نن که په هر نوم ځان غولوي، خو سبا یې تاریخ په اړه قضاوت کوي او راتلونکي نسلونه به یې په خاین، ورانوونکي او له ټولو ارزښتونو سره د مخالف کس په توګه یادوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


