د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، امریکایي ځواکونو د سه شنبې په ورځ ناوخته پنځه نفت لیږدونکو ایراني بیړۍ ویجاړې کړې دي.
سنټکام «د ایران وروستي ناکام بریدونه» بللي او ویلي یې دي چې امریکایي ځواکونو د عمان په خلیج کې خارک ټاپو ته نږدې د ‘کاویز’، ‘چهارمینار’، ‘هواراین ۱ ‘، او ‘ریسکو’ په نامه څلور نفت لیږدونکي ایراني بیړۍ په نښه کړي دي.
په ورته مهال د ايران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د پوځ بریدونو په غبرګون کې یې په اردن کې د الازرق پر پوځي اډې برید کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو سیمه په نښه شوې ده.
ایراني رسنیو ادعا کړې، چې سپاه پاسداران پر اردن د «خوشهیي توغندیو» په وسیله برید کړی دی.


