Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د کشک او تیرپل تړون لاسته راوړنې او بېلابېل ابعاد
    تبصرې

    د کشک او تیرپل تړون لاسته راوړنې او بېلابېل ابعاد

    عمران آغاعمران آغا10 سپتمبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د دلتا انټرنشنل انرژۍ شرکت ترمنځ د ګاز د استخراج او پایپ‌ لاین غځولو تړون د هېواد د اقتصاد او انرژۍ په برخه کې یو مهم پرمختګ دی. د تړون پر بنسټ به، د سعودي دا ستر شرکت د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ د کشک او تیرپل په ۲۲زره مربع کیلومتره ساحه کې د طبیعي ګازو کشف، تحقیق او استخراج پر مخ وړي.

    له امنیتي پلوه که دا تړون وارزوو، نو د امن افغانستان شاهدي ورکوي، ځکه سعودي عربستان د سیمې له نورو هېوادونو سره هم ښې اړیکې لري، چې نږدې هر راز نظامي همکارۍ کوي، خو د دغسې لویو پانګونو لپاره یې هلته زړه نه دی ښه کړی، ځکه چې هغوی امن نه لري. افغانستان په آسیا کې دا مهال یو له هغو هېوادونو دی، چې سرتاسري امنیت پکې تأمین دی او بهرني پانګوال زړه ښه کوي، چې د اوږد مهاله پانګونې لپاره تړونونه لاسلیک کړي.

    له اقتصادي پلوه، دا تړون د افغانستان د انرژۍ زېرمو ته د نړیوالې لارې د خلاصېدو او پانګونې یو ژوندی ثبوت ګڼل کېږي. په لومړي سر کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او د لسو کلونو په موده کې تر ۱۰ ميلیارد ډالرو پورې د پانګونې احتمالي غځېدنه به د دې سبب شي، چې افغانستان د ګازو له بهرني انحصار څخه خلاص شي. د طبيعي ګازو استخراج به نه یوازې د هرات صنعتي ښارګوټي او شاوخوا سیمو اقتصادي ساحو ته برېښنا او انرژي چمتو کړي، بلکې د زرګونو افغان ځوانانو لپاره به نوي او مسلکي کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

    له سیاسي او جیوپولیټیک پلوه، د سعودي عربستان د یوه معتبر خصوصي شرکت پراخه پانګونه، د افغانستان په اقتصادي اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د نوي فصل د پیل ښکارندویي کوي. د دې هوکړه ‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ځینو اغېزناکو شخصیتونو شتون او د خلیجي هېوادونو پاملرنه ښيي، چې د سیمې مهم هېوادونه غواړي له افغانستان سره رسمي او اوږد مهاله اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري. دا چاره تر ډېره د افغانستان نړيوالې اړیکې، تعاملات او بلاواسطه سیاسي باور زياتوي او بهرنیو پانګوالو ته مثبت سیګنال ورکوي.

    دا لاسته راوړنه د افغانستان د ملي کورني عاید په زیاتوالي او ځان بسیاینه کې د پام وړ نقش لري. د هېواد د طبیعي سرچینو مسلکي سپړنه د هېواد د ملي خزانې عایدات د ټيکاو په لور وړي. د کانونو او پټرولیم وزارت او دلتا شرکت ترمنځ د نږدې ۲۵ کلن تړون دا لاسلیک د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په مسیر کې د بنسټیز تحول خنډونه له منځه وړي.

    د دې تاریخي اقتصادي تړون د تخنیکي مدیریت، شفافیت او سم تطبیق په صورت کې به د هېواد طبعي شتمنۍ په سمه توګه مصرف او د هېواد په رغونه کې به بنسټیز رول اداء کړي. دا په خپله یو ډاډمن ګام دی، چې افغانستان د بهرنیو مرستو د ترلاسه کوونکي پر ځای، پر دایمي پانګو تکیه کوونکي اقتصادي هېواد بدلوي.

    مخکینۍ مقالهروسيه وايي که امريکا د اوکراين شخړې چټک حل غواړي نو له کییف سره دې هر ډول مرسته بنده کړې
    راتلونکي مقاله د نيويارک ټايمز تحليل؛ ټرمپ او هګست‌ د امريکا ملي امنيت له خطرناک حالت سره مخ کړی

    مربوطه لیکنې

    پاکستان کې پر افغانانو د آزادۍ جبهې جنایات او استخباراتي فرېب‎

    10 سپتمبر 2026

    د اختلافاتو قرباني قوماندانان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    28 اگست 2026

    جمعه خان فاتح او د غیرقانوني کړنو تر شا یې پراته واقعیتونه

    22 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 10 سپتمبر 2026

    پاکستان کې پر افغانانو د آزادۍ جبهې جنایات او استخباراتي فرېب‎

    د تش په نوم آزادۍ جبهې له لوري د عامو کډوالو افغانانو د تېر ایستلو،…

    د نيويارک ټايمز تحليل؛ ټرمپ او هګست‌ د امريکا ملي امنيت له خطرناک حالت سره مخ کړی

    10 سپتمبر 2026

    د کشک او تیرپل تړون لاسته راوړنې او بېلابېل ابعاد

    10 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان کې پر افغانانو د آزادۍ جبهې جنایات او استخباراتي فرېب‎

    10 سپتمبر 2026

    د نيويارک ټايمز تحليل؛ ټرمپ او هګست‌ د امريکا ملي امنيت له خطرناک حالت سره مخ کړی

    10 سپتمبر 2026

    د کشک او تیرپل تړون لاسته راوړنې او بېلابېل ابعاد

    10 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.