تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې اوکراین ته د اروپايي او بریتانوي ځواکونو هر ډول استول به له روسیې سره د مستقیمې جګړې د پیل په معنا وي.
د راپور له مخې، پوتین د هغو وروستیو اټکلونو په غبرګون کې چې ښايي اروپايي هېوادونه او بریتانیا اوکراین ته پوځي ځواکونه واستوي، ویلي چې دا ډول اقدام به اروپا په مستقیم ډول له روسیې سره په جګړه کې ښکېله کړي. نوموړي له لوېدیځو مشرانو پوښتنه کړې چې دوی خپل ولسونه کوم لوري ته بیایي، جګړې ته که له روسیې سره مقابلې ته؟
پوتین ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې او بریتانیا له لوري اوکراین ته د ځواکونو د استولو هره هڅه به د روسیې پر وړاندې د مستقیمې جګړې د ننوتلو معنا ولري.


