د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت په خاني خوړ سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د شخړو د حل کمېټې په منځګړیتوب په روغه جوړه پای ته ورسېده.
خبرياڼه زیاتوي، چې په دې اوږدمهاله شخړه کې دواړو لورو ته درانه مالي زیانونه اوښتي او یو کس هم وژل شوی و. د منځګړیتوب په پایله کې ښکېل لوري سره جوړ او د سولې او ورورولۍ هوکړې ته ورسېدل.
د معلوماتو له مخې، دا په خوست کې د قومي مشرانو او مصلحینو په هڅو ۱۲۰مه بریالۍ روغه جوړه ده.


