د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي او د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ژینبېک کولوبایف د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د موجودو تفاهمونو پر عملي کولو، د نوو همکاریو رامنځته کولو، د لوړپوړو پلاوو پر تګ راتګ او منظم سیاسي تعامل هم بحث شوی دی.
متقي ټینګار کړی، چې افغان لوری د ګډو پروژو د عملي کېدو او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغزستان ټاکل مهمه لاسته راوړنه بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی دی.


