رويټرز خبري اژانس د یمن د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې حوثي وسلهوالو پر سعودي عربستان د بریدونو نوې څپې پیل کړې دي او د سرې بحیرې په اوږدو کې د یمن په لوېدیځو ساحلي سیمو کې په خپلو سنګرونو کې کلک شوي دي.
د سرچينې په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په ریاض کې د حوثیانو د دغه چټک پرمختګ د ځوابولو د څرنګوالي په اړه بېړنۍ مشورې روانې دي.
د حوثيانو او سعودي عربستان تر روان ژور کړکېچ هاخوا بيا، د فارس خلیج عربي هېوادونو له ایران سره پلان شوې خبرې اترې ځنډولي، چې دې چارې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د لا پراخېدو او د تېلو د نړیوالو زېرمو د ګواښلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.


