Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه
    تبصرې

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    عمران آغاعمران آغا16 سپتمبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت ځنډول او د جواز لغوه کول د هېواد په تحصيلي ډګر کې یو له مهمو پرېکړو څخه ده. د لوړو زده کړو وزارت د دغه تصمیم تر شا بېلابېل شرعي، کلتوري او اصولي لاملونه شته. دا پرېکړه د لایحو، قوانینو او د شریعت د اصولو پر بنسټ شوې ده، ترڅو علمي چاپېریال له فکري تحریف او له قانوني سرغړونو پاک وي.

    د ياد پوهنتون د فعالیتونو د بندېدو لومړی او مهم لامل اصيلو ژبنیو اصطلاحاتو ته نه پاملرنه او د پردیو کلمو ترویج دی. د لوړو زده کړو وزارت په خپله پالیسۍ کې روښانه ويلي، چې ټول تحصیلي مرکزونه مکلف دي، چې د هېواد د ملي او رسمي ژبو پام وساتي او د پرديو اصطلاحاتو له کارولو ډډه وکړي. دغه موضوع د اسلامي امارت د مشرتابه د يو فرمان له مخې هم ابلاغ شوې ده، چې د پرديو اصطلاحاتو د مخنیوي امر پکې شوی دی. خو ياد پوهنتون په ډېر څرګند ډول د دانشګاه او ورته نورو پردیو اصطلاحاتو له کارولو لاس نه اخيست.

    دویم ستر لامل د دیني شعایرو او اسلامي مقدساتو د رعایت په برخه کې بې‌ پامي او څرګند توهین دی‌. شریعت او حنفي فقه د لوړو زده کړو په اوسني نظم کې اساسي بنسټونه دي. د موندنو پر بنسټ، هغه کتابونه، څېړنیزې مقالې او منوګرافونه چې د دیني ارزښتونو تحریف پکې وي، یا له اسلامي احکامو سرغړونه په کې شوې وي، له شرعي اړخه ستر جرم ګڼل کېږي. د وزارت د اصولو له مخې هم باید ټول علمي اثار له شرعي اصولو او اخلاقي معیارونو سره برابر وي.

    د مقدساتو د تحریف دقیقې بېلګې د خاتم النبیین پوهنتون په بېلابېلو چاپي چپټرونو او درسي موادو کې شتون درلود. د موندنو پر بنسټ، د بشریت د نجات بښونکي او ستر پیغمبر رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مبارک نوم یادونه په داسې بڼه شوې وه، چې له ستر شان سره یې لایق او سم نه وو، په داسې حال کې چې د شیعه مذهب د ځینو مخکښانو او شخصيتونو لپاره بیا تعظيمي لقبونه کارول شوي وو. دا کار د دیني مقدساتو پر وړاندې يو نه بښونکی سپکاوی او ثبات ته زیان رسول دي.

    پر پورته ذکر شویو ټکو سربېره، د یوه ځانګړي فکري جریان او مذهبي جهت لپاره له علمي چاپیریال څخه ناوړه ګټه اخیستنه هم د پوهنتون د تړل کېدو علت دی. د اصولو له مخې، ټول پوهنتونونه باید د اصولي زده کړو مرکزونه وي، نه د ځينو خاصو سياسي، مذهبي يا فکري جریانونو د تبليغ او ترویج مرکزونه. په موندنو کې دا هم وه، چې محصلین په مونوګرافونو او نورو مقالو کې د ټولو اصولو په خلاف، د ځينو پرديو افکارو، انحرافي مذهب او سیاسي جریانونو لور ته سوق کېدل.

    د خاتم النبیین پوهنتون د جواز په لغوه کولو افغان حکومت وښوده چې غواړي ټول تحصیلي بنسټونه د متحد شرعي قانون، اصولو او ټولو ارزښتونو په چوکاټ کې فعال وي او ټولنې ته اصولي او قانونمند تحصیلي خدمتونه وړاندې کړي، خو څوک چې دا کرښې ماتوي، مخنیوي به یې کېږي. دا ګام کاملاً د ستايلو وړ دی، ځکه له یوې خوا د ژبني او فکري استقلال ساتلو په نیت اخیستل شوی او له بلې خوا په تحصیلي برخه کې د اصولو او لوړ کیفیت لرونکو، بې‌ طرفه علمي معیارونو د تحکیم لپاره يوه روښانه لاره ده.

    مخکینۍ مقاله۱۰۰ ثانیې خبر

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو ادعاوې او ځمکني واقعیتونه

    14 سپتمبر 2026

    پاکستان کې پر افغانانو د آزادۍ جبهې جنایات او استخباراتي فرېب‎

    10 سپتمبر 2026

    د کشک او تیرپل تړون لاسته راوړنې او بېلابېل ابعاد

    10 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 16 سپتمبر 2026

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    په افغانستان کې د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت ځنډول او د جواز لغوه کول…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    16 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.