د امارتي شرکتونو عمومي رياست خبر ورکړی، چې د دې رياست رئیس، مولوي احمد جان بلال، د نفت او ګاز امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس محمد نصیر رحیمي په ملتیا ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د نفت او ګاز له وزیر محسن پاکنژاد سره لیدنه کړې ده.
د لیدنې پر مهال د نفت او ګازو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو او ګازو د برابرولو، مسلکي او تخنیکي زدهکړو او د نفت او ګازو د اکتشاف په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
همدارنګه، مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي د ایران د نفت او ګاز وزارت له څېړنیز مرکز او د تهران له نفتو تصفیهخونو څخه لیدنه کړې او د دغو مرکزونو له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو او امکاناتو څخه یې هم کتنه کړې ده.
ایراني لوري په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ، لازمې همغږۍ او د ګډو همکاریو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
د لیدنې په پای کې د دواړو لورو ګډ تخنیکي ټیمونه هم معرفي شوي، چې د همکاریو د عملي کولو لپاره به اړوندې چارې او لازمې همغږۍ ترسره کوي.


