لیکوال: احمد وحیدي
هر ځل چې د افغانستان د مخالفینو ځینې مشران د کېمرو مخته راڅرګندېږي، ګواکې سبا به په افغانستان کې کومه لویه پېښه کېدونکې وي؛ پرېکړهلیک صادریږي، خبرداری ورکول کېږي، د «مبارزې»، «مقاومت»، «د نظام د بدلون» او «د افغانستان د راتلونکې» په اړه خبرې کېږي او کله ناکله بیا داسې ګواښونه مطرح کېږي، چې که یوازې د هغوی د خبرو حجم ته ځير شو، نو فکر کوو چې د افغانستان سياسي نقشه د بدلون په درشل کې ده.
خو کافي ده چې له نندارې پرده لیرې کړو او د هغه څه ترمنځ چې پر پرده ویل کېږي او د هغه څه ترمنځ چې د واقعیت په ډګر کې روان دي، پرتله وکړو؛ بیا نو جوتېږي چې د دواړو ترمنځ د ځمکې او اسمان په اندازه واټن دی.
د «شهید اونۍ» په نامه د دوی وروستۍ آنلاین ناسته هم د همدې تکراري نندارې څخه یوه بله بېلګه وه؛ د هغو ناستو له لړۍ څخه یوه بله غونډه چې د مخالفینو مشران یې له افغانستانه بهر جوړوي؛ هغه ناستې چې په کې څېرې راڅرګندېږي، ویناوې کوي، یو بل تائیدوي، خبرداری او ګواښ کوي او بیا هر څوک خپل د اوسېدو ځای ته ستنېږي؛ خو افغانستان هغسې افغانستان پاتې کېږي او د هېواد دننه واقعیتونه هم د دې نندارو په اړه بې پروا خپلې لارې ته دوام ورکوي.
که په تېرو کلونو کې د دې جریانونو د آنلاین ناستو بهیر تعقیب کړو، لیدل کېږي چې د اوسني نظام مخالفین تر اوسه په هماغه باطله دایره کې تاوېږي چې پنځه کاله وړاندې یې پیل کړې وه. پنځه کاله وړاندې، کله چې دوی احساس وکړ چې د افغانستان له سیاسي او رسنیز ډګر څخه د حذفېدو او هېرېدو په حال کې دي، د دې لپاره چې د مجازي تګلارې د خپلولو له لارې خپل شتون اعلان کړي، سره راټول شول؛ نن هم یو ځل بیا سره راټول شوي دي، تر څو ثابته کړي چې لا هم «فعال» دي او د هغوی څېرې باید د څو نورو ورځو لپاره په رسنیو کې ولیدل شي.
خو پایله لا هم صفر ده!
نه کومه واحده رهبري جوړه شوې، نه کوم د عمل وړ او د پلي کېدو وړ پروګرام وړاندې شوی، نه په کور دننه د اغېزمنو او پایدارو ځواکونو په جوړولو بریالي شوي او نه هم توانېدلي چې د خپلو پاشل شویو ډلو او څېرو ترمنځ کومه رښتنې اجماع رامنځته کړي. په عمل کې، د دې ټولو ناستو او ویناوو پایله د دوی تېرو دریځونو او ادعاوو په خپلولو کې له تکرار پرته بل څه نه دي.
هغه خبرې چې پنځه کاله وړاندې تکرارېدې، اوس هم همدغه خبرې تکرارېږي: «مقاومت دوام لري»، «ژر به لوی بدلونونه رامنځته شي»، «اوسنی حکومت به دوام ونه کړي»، «افغانستان د بحران په لور روان دی» او «نورې تګلارې پر مېز دي».
خو واقعیت دا دی چې دا شعارونه، لکه څنګه چې زموږ او د افغانستان د خلکو لپاره تکراري او بې ارزښته شوي، د دوی د پلویانو لپاره هم تکراري او ستړي کوونکي ګرځېدلي دي. له هغو بدلونونو څخه چې څو کاله مخکې یې د هغوی راتګ نږدې او حتمي ښوده، نه یوازې چې کوم خبر نشته، بلکې د هغو وعدو د پوره کېدو کومه نښه هم نه ده پاتې او د دوی د پلویانو په زړونو کې یې لږه هیله هم نه ده پرې ایښې!
خلک د تل لپاره په شعار نه شي ملګری کېدای. مخالفينو په تېرو کلونو کې هڅه کړې چې ځانونه د خلکو، آزادۍ، د انسانانو د حقونو او د افغانستان د راتلونکې مدافعین وښيي؛ خو سیاستوال باید نه یوازې د هغه له شعارونو، بلکې د هغه له مخینې او کارنامې وپېژندل شي.
د افغانستان خلک لنډه سیاسي تجربه نه لري. دې خلکو جګړې لیدلي، مختلف حکومتونه یې لیدلي، سیاسي ائتلافونه یې لیدلي، لوی شعارونه یې اورېدلي او ډېرې ژمنې یې هم اورېدلې دي. نو ځکه، هېڅکله د هغو کسانو د غولوونکو شعارونو په دام کې نه لوېږي، چې سیاسي مخینه یې د شرموونکو معاملو او خیانتونو شاهدي ورکوي. د هغو کسانو په فریب کې نه لوېږي چې غواړي د خلکو له پاکو احساساتو او مجبوریو څخه په استفادې سره، د خپل سیاسي تجارت بېړۍ د خلکو د وینې په سیند کې روانه کړي.
د مخالفينو آنلاین ناستې، هر څومره چې د لویو سرلیکونو او شورماشور لرونکو شعارونو سره ترسره شي، واقعیت نه شي بدلولی. کېمرې کولای شي څېرې لویې وښيي، خو نه شي کولای د هغوی سیاسي وزن زیات کړي؛ د غږ پورته کول هم په لازمي توګه د وړتیا په معنی نه دي.
واقعیت په وینا نه بدلېږي؛ په وړتیا، پروګرام، سازمان، عامه باور او عمل بدلېږي او د مخالفينو اصلي ستونزه همدا ده: هغه څه چې دوی یې د کېمرې مخې ته لري، د هغه په پرتله ډېر زیات دي چې د واقعیت په ډګر کې یې په واک کې لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


