د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د یاد شرکت عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال د ایران د کرنې له وزیر غلامرضا نوري سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو، اصلاح شویو تخمونو، د چرګانو د دانې او یو ورځنیو چرګوړو د وارداتو او د سیلوګانو د بیارغونې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړي.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په وینا، نوري له افغانستان سره په یادو برخو کې د همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی او ژمنه یې کړې، چې د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او د اړتیا پر مهال به د نویو سیلوګانو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
دواړو لورو د کرنې په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو، د تجربو د شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.
مولوي احمدجان بلال د ګډو همکاریو د عملي کولو، د کرنیز سکټور د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو او همغږۍ ټینګار کړی.


