دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۸۸ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضيالله عنه د جګړهییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه د دوو میاشتو مسلکي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
خبرپاڼه کې راځي، چې یادو منسوبینو د مخابرې، د D-30 توپ او SPG-9 د حفظ او مراقبت، د ټریلر او مخابراتي وسایطو چلونې او د ټایر لرونکو وسایطو د ساتنې په برخو کې مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې دي.


