رویټرز راپور ورکړی، چې اروپا به د ۲۰۲۶ کال په څلورمې ربعه کې د جیټ الوتکو د سونتوکو له پاموړ کمښت سره مخ شي او اټکل کېږي چې د اړتیا او عرضې ترمنځ کسر به یې هره ورځ شاوخوا ۵۱۰ زره بېرلو ته ورسېږي.
د راپور له مخې، د ایران د جګړې له امله د منځني ختیځ د انرژۍ په عرضه کې رامنځته شوې ګډوډي د اروپا د جیټ د سونتوکو واردات اغېزمن کړي او د اروپا د اړتیا وړ سونتوکو د بدیلو سرچینو پر لور مخه کړې ده.
راپور زیاتوي، اروپا اوس له جنوبي کوریا، نایجیریا، امریکا او کاناډا څخه د جیټ د سونتوکو واردات زیات کړي دي. د سپټمبر په میاشت کې له جنوبي کوریا څخه اروپا ته د جیټ سونتوکو واردات شاوخوا ۱۲۹ زره بېرله په ورځ اټکل شوي، چې د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر وروسته تر ټولو لوړه کچه ده.
د رویټرز په وینا، د امستردام، روټرډام او انټورپ د تېلو په مهم مرکز کې د جیټ سونتوکو زېرمې هم د سپټمبر تر ۱۰مې د اوو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.


