انادولو اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ ترمنځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په جنوبي ګرینلنډ کې د امریکا د پوځي اډو جوړلو هوکړه لاسلیک شوه.
د معلوماتو له مخې ډنمارک او ګرینلنډ دغه هوکړه ستايلې او ويلي یې دي، چې دا به د درې واړو لورو، ناټو او اروپا په ګټه وي.
د ګرینلنډ لومړي وزیر ینس فریدریک نیلسن، دغه هوکړه «تاریخي» او «د ټولو لپاره ګټونکې هوکړه» بللې.
هغه ويلي، په دې هوکړه کې د ګرینلنډ د خلکو، د هغوی د حقونو، معیشت او پراختیا موضوعات په پام کې نیول شوي دي. نیلسن ټینګار کړی چې ګرینلنډ به له امریکا سره «ټینګ او ثابت ملګری» پاتې شي او د لویدیځ ائتلاف برخه به وي.
د ډنمارک لومړۍ وزیرې، مټې فریدریکسن هم دغه هوکړه د اوږدمهاله امنیتي همکاریو په برخه کې «یو مهم پړاو» بللی. هغې ټینګار کړی، چې دغه هوکړه د ډنمارک د سلطنت حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همدارنګه د ګرینلنډ د خلکو د ځانټاکنې حق ته درناوی کوي.
دوی ويلي دغه هوکړه به د مخنیوي او دفاع وړتیا پیاوړې کړي او د دې مخه به ونیسي چې مخالف هېوادونه په ګرینلنډ کې د پام وړ نفوذ ونکړي.


