د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پنجشېر ولایت کې د بشري مرستو د نوې لړۍ له مخې به ۱۶۰۰ کسانو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار په بدل کې هره میاشت ۶۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي او ۱۲۰۰ کورنیو ته به د درېیو میاشتو خوراکي توکي ووېشل شي.
د خبرپاڼې په حواله دغه مرستې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له لوري د امارتي اړوندو ادارو په همکارۍ برابرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۶۰۰ کسان به د پراختیايي پروژو په پلي کولو د کار په بدل کې یادې نغدي مرستې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې ۱۲۰۰ کورنیو ته به د درېیو میاشتو لپاره خوراکي توکي ووېشل شي.


