د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حقشناس وایي، د ۱۴۰۵ کال روانه میاشت کې د هېواد د رېلپټلیو له لارې ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
حقشناس ویلي، چې د حیرتان بندر له لارې ۵۲۵ زره او ۶۶۸ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۶۴ زره او ۵۵۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۸ زره او ۹۲۴ ټنه او د خواف ـ هرات رېلپټلۍ له لارې ۱۴۱ زره او ۵۹۴ ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
د نوموړي په وینا، په همدې میاشت کې ۳۷۴۴ ټنه ګاز لرونکي مشروبات، ممیز او معدني ډبرې هم صادرې شوې دي.


